ساینسپوهان وايي په لومړي ځل یې د انسان د وجود داسې معافیت یا انټي باډي موندلې چې د شرې د ساري ناروغۍ مخنیوی او درملنه شونې کوي.
د Cell Host & Microbe په طبي ژورنال کې د خپور شوي راپور په اساس، دغه انټي باډي د شري له ویروس سره ځان نښلوي، او ویروس د کوربه حجرو ته له ننوتلو څخه منع کوي.
په کلیفورنیا کې د انسانانو د معافیتي سیستم د څېړنو انسټیټیوټ، لاجولا، څېړونکې اریکا اولمان سافیر، په دې اړه د ترسره شوې څېړنې مشره ده. هغې په یو بیان کې وویل: "دغه انټي باډي له ناروغۍ څخه د ژغورنې لپاره د وقایې په توګه کار کوي او له ویروس سره [د ناروغ] له تماس وروسته، د شري له انتان سره د مبارزې لپاره د درملنې په توګه هم کار کوي."
څېړونکو مخکې د "کریو الکترون مایکروسکوپي" په نوم د انځور اخیستنې له تخنیک څخه کار اخیستی و څو وګوري چې دا انټي باډي د موږکانو په ځان کې د شري له ویروس سره څنګه تړل کیږي. دغو لومړنیو څېړنو د انټي باډي په وړاندې د شري د ویروس کمزورتیاوې په ګوته کړي دي.
په تازه څیړنه کې، څېړونکو د شري انټي باډي د یوې داسې میرمنې له وجود څخه اخیستې چې څو کاله دمخه یې د شري واکسین کړی و. د دې رضاکارې په وینه کې داسې انټي باډي وموندل شوه چې د شري له ویروس سره ځان نښلوي.
د راپور له مخې، په موږکانو باندې د ترسره شوې څیړنې په اساس، دا انټي باډي چې په شري د اخته کېدو مخکې او یا هم له ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو وروسته،د ناروغ په وجود کې د ویروس ځواک تر ۵۰۰ ځله کموي.
که څه هم په دې برخه کې د نورې څیړنې په اړتیا ټینګار شوی، څیړونکي ددې انټي باډي موندنه د شري د درملنې په لور مهم ګام بولي. دوی وویل چې د انټي باډي د جوړښتونو نوي درې اړخیز عکسونه به د شري ناروغۍ د وقایې او درملنې لپاره اړین امکانات برابر کړي.
څیړونکو ویلي چې دا موندنې په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره ډیرې ګټورې دي چې کمزوری معافیتي سیستم لري، یا د شري په وړاندې نه دي واکسین شوي او همدارنګه هغه ماشومان چې عمرونه یې د واکسین کولو دپاره ډیر کم دي.