د 'مقاومت جبهې' د حسیب پنجشیري وژل کېدل تائید کړل

د 'افغانستان د ملي مقاومت جبهې' د دغې ډلې د یوه قوماندان، حسیب پنجشیري د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.

د جبهې د سیاسي چارو مشر عبدالله خنجاني د پنجشنبې په ورځ [اګست ۲۰مه] په خپلې اېکس پاڼې کې د یوه لنډ ویډیويي پیغام په خپرولو سره، د حسیب پنجشیري وژل کېدل منلي خو دا يي په ډاګه کړې نه ده چې کله، چېرې او څنګه وژل شوی دی.

تر دې مخکې په کابل کې رسنیو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو خبر ورکړی و چې حسیب پنجشیري د طالبانو په یو لړ استخباراتي عملیاتو کې وژل شوی دی.

حسیب پنجشیري د طالبانو تر واکمنېدو مخکې، د جمهوري نظام لخوا تر تعقیب لاندې و. د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزات پر هغه د خلکو د ځورولو، وژنو او عامه نظم د کډوډولو تورونه لګولي وو.

په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته، حسیب پنجشیري د "مقاومت جبهې" سره ملګری شو او ددغې ډلې له لویو غړو څخه ګڼل کېده.