د متحدو ایالتونو له خوا د ایران د بندرونو د محاصرې له دوو اونیو تیرېدو سره، په ایران کې د ډالر په مقابل کې د تومان د ارزښت د ټیټېدو او د سرو زرو د بیو د لوړېدو خبر ورکړل شوی دی.
متحدو ایالتونو وروسته له هغه د سمندر له لارې د ایران د بندرونو محاصره پیل کړه چې د دواړو خواوو ترمنځ په اسلام اباد کې د سولې خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې. وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ د «امریکايي چارواکو» له خولې لیکلي چې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو مرستیالانو ته امر کړی چې د ایران د بندرونو د اوږدمهالې محاصرې لپاره چمتو شي.
د اسعارو او سرو زرو د ارزښت د څارنې ویبسایټونو د چهارشنبې (د اپریل ۲۹مه) د معلوماتو له مخې، په ایران کې د یو امریکايي ډالر ارزښت په یوه ورځ کې له ۱۶۰ زره څخه ۱۸۱ زره تومان ته لوړ شوی او د هرې شیبې په تیرېدو سره د تومان ارزښت په کښته روان دی.
تومان د یورو او د اماراتو د درهم په مقابل کې هم ارزښت بایللی او د یوې یورو ارزښت ۲۱۰ زره او ۱۷۱ تومان او د یو درهم ارزښت ۴۸ زره او ۳۸۰ تومان ثبت شوی دی.
د ایران د سرو زرو او قیمتي ډبرو د اتحادیې د ویبسایټ په اساس، د یو ګرام ۱۸ کیرته سرو زور قیمت ۲۰ میلیون او ۲۲۲ زره تومان ته رسېدلی. د دې اتحادیې د معلوماتو له مخې، د زاړه ډیزاین یوې سکې قیمت ۲۰۳ میلیون تومان او د نوي ډیزاین سکې قیمت ۲۰۷ میلیون او ۵۰۰ زره تومان ته لوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې، د نوې ډیزاین یوه سکه په ۱۸۷ میلیون تومان پلورل کېده، چې دا په ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ میلیون تومان زیاتوالی ښیي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د بندرونو د محاصرې له کبله تهران هره ورځ ۵۰۰ میلیون ډالر زیان ویني.