د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ په اروپا کې خپلو متحدینو ته وویل چې متحده ایالتونه ناټو نه پرېږدي، خو یوه غښتلې اروپا غواړي چې په واشنګټن باندې یې تکیه کمه وي.
نوموړي د سلواکیا په مرکز براتسلاوا کې اروپا ته په اشارې خبریالانو ته وویل: «موږ نه غواړو چې تاسو په موږ باندې تکیه واوسی. موږ له اروپا څخه نه غواړو چې زموږ تابع وي. موږ غواړو ستاسو شریک واوسو.»
نوموړي دا څرګندونې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې له خپلې تاریخي وینا څخه وروسته وکړې، هغه په دغه کنفرانس کې د اروپا مشرانو ته وویل چې متحده ایالتونه غواړي د اروپا له ملتونو سره خپله «زړه ملګرتیا بیا راژوندۍ» او «د بشر په تاریخ کې ستر تمدن بیا احیا» کړي.
نوموړي د شنبې په ورځ په خپلو خبرو کې وویل: «موږ د یو تمدن برخه یو- د لویدیځ تمدن. موږ له یو بل سره په داسې ژورو پیوندونو تړل شوي، چې ملتونه یې لرلای شي. د پېړیو د ګډو تاریخونو، مسیحي عقیدې، فرهنګ، میراث، ژبې او نسب پیوندونه او هغه قربانۍ چې زموږ نیکونو د دغه ګډ تمدن لپاره، چې موږ یې وارثان یو، ورکړې دي.»
نوموړي د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د برلین د دیوال له نړېدو او د جرمني د یو ځای کېدو له کبله د اروپا په تګلارې انتقاد وکړ.
هغه وویل: «د دغه بري خوښیو موږ یو بل خطرناک وهم ته برابر کړو: دا چې د «تاریخ پای» ته ننوتو؛ دا چې اوس به هر ملت یوه لیبرال دموکراسي وي... دا چې نړیوال نظم به د قانون په اساس... د ملي ګټو ځای ونیسي؛ او دا چې اوس به په نړۍ کې له سرحد پرته ژوند کوو چې ټول به په کې د نړۍ اوسېدونکي وو.»
روبیو زیاته کړه چې دا ډول فکر«یوه احمقانه نظریه وه چې هم بشري طبعیت او هم د بشري تاریخ څه باندې ۵۰۰۰ کلن درسونه له پامه» غورځوي.
نوموړي وویل چې متحده ایالتونه لیوالتیا نه لري د «لویدیځ د مدیریت شوي زوال مودب او منظم سرپرست» وي. روبیو وویل چې د لویدیځ ایتلاف د خپلو خلکو پوروړی دی چې پر مخ ولاړ شي او بیا ورغول شي. هغه وویل چې متحده ایالتونه چمتو دی، که اړتیا وي، په یوازې ځان دا کار وکړي، خو غوره ګڼي چې له اروپا سره یې په ګډه وکړي.