د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو: امریکا د ناوالني د مسمومولو په راپور باندې د شک لپاره هیڅ دلیل نلري

د روسیې د اپوزیسیون مشر الیکسي ناوالني
د روسیې د اپوزیسیون مشر الیکسي ناوالني

د امریکا متحده ایالتونه وايي چې د هغه راپور په اړه اندیښمن دی چې په کې پنځو اروپایي هیوادونو موندلي د روسیې د اپوزیسیون مشر الیکسي ناوالني دوه کاله دمخه د شمال قطب په یوه زندان کې د نادرو زهرو له امله مړ شوی دی.

بریتانیا، فرانسې، جرمني، سویډن او هالنډ په یوه ګډ راپور کې چې د شنبې په ورځ خپور شو وویل چې د ناوالني له جسد څخه اخیستل شویو نمونو د لابراتواري تحلیل په نتیجه کې د ایپیباتیډین epibatidine په نوم د یوې ډیرې وژونکې مادې موجودیت ښودلی، چې د جنوبي امریکا په زهرجنو چونګښو کې موندل کیږي او په طبیعي ډول په روسیې کې نه پیدا کیږي.

د ناوالني کونډې، یولیا ناوالني، تیر کال وویل چې د هغې ټیم په ۲۰۲۴ کال کې په مسکو کې د هغه د ښخولو دمخه اخیستل شوي د بیولوژیکي موادو نمونې ترلاسه کړې او بهر ته یې قاچاق کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې واشنګټن د دې راپور څخه خبر دی.

روبیو سلواکیا په خپل سفر کې وویل: "ځینې وختونه هیوادونه هغه څه کوي چې دوی یې د راټولو شویو معلوماتو پراساس کوي. موږ په ښکاره توګه د دې راپور څخه خبر یو. دا یو ځوروونکی راپور دی."

روبیو زیاته کړه "موږ د دې [راپور] تر پوښتنې لاندې د راوستلو لپاره هیڅ دلیل نلرو. موږ د دې هیوادونو سره په دې اړه بحث یا شخړه نه کوو. دوی خپل تحلیل وکړ او دې پایلې ته ورسیدل."

ناوالني د ۲۰۲۴ کال د فبروري په ۱۶مه د ۴۷ کلونو په عمر مړ شو، د راپورونو له مخې د شمال قطب څخه پورته د روسیې په یوه زندان کې چې هغه خپله اوږده سزا تیروله د ګرځېدو وروسته بې هوښه شو.

روسي چارواکو په وار وار د ناوالني د مرګ مسؤلیت منل رد کړي او د شنبې د ورځې د اروپا راپور یې سیاسي انګېزه بللې ده.

ناوالني، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ټولو مشهور داخلي منتقد و، د ټولنیزو رسنیو له پلټنو څخه یې د دولتي فساد د افشا کولو لپاره کار واخیست.

هغه مخکې په ۲۰۲۰ کال کې په سایبریا کې د نوویچوک د عصبي موادو سره د مسموم کیدو څخه ژوندی پاتې شوی و، هغه برید چې لویدیځ حکومتونو یې پړه د روسیې د امنیتي خدمتونو په ادارو واچوله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG