امریکا په سعودي عربستان کې د حوثیانو بریدونه وغندل

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان ال سعود سره په خبرو کې د حوثي یاغیانو له خوا پر دغه هیواد باندې وروستي بریدونه غندلي دي.

مارکو روبیو د خپل سعودي سیال سره د ټیلیفوني اړیکې پر مهال د هغه هېواد پر ملکي او د انرژۍ پر تاسیساتو د حوثيانو بریدونه یو "ترهګریز عمل" بللی.

ایران پلوه حوثیانو د چهارشنبې په ورځ [نومبر ۲۵مه] ادعا وکړه چې د سعودي عربستان د راس تنورا د تېلو چاڼځای یې په نښه کړی دی. دا سیمه د سعودي عربستان د تېلو تر ټولو ستر چاڼځای بلل کېږي.

د حوثي ډلې یوه پوځي ویاند یحیی سریع اعلان وکړ چې پر چاڼځای له برید وروسته اور بل شوی.

د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف ویاند ترکي المالکي په ایکس پاڼې کې لیکلي چې دوی په راس تنورا کې د حوثي یاغیانو ډرونونه په نښه کړي دي.

المالکي وویل: "لږ تر لږه څلور بې پیلوټه الوتکې د راس تنورا پر فضا له منځه وړل شوي چې ټوټې یې لاندې لوېدلي خو د لومړنیو ارزونو له مخې، په دې پېښه کومه مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې."

د ائتلاف ویاند زیاته کړې چې د ائتلاف ځواکونو د حوثي یاغیانو د عملیاتي وړتیاوو د وېشتلو په هدف د حدیده بندر او د صعده او عمران په ولایتونو کې بریدونه کړي دي.

هند، قطر، متحدو عربي اماراتو، اردن او پاکستان په جلا جلا بیانونو کې دا بریدونه د نړیوال قانون نه ښکاره سرغړونه او د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ بللی.

ایران پلوه حوثي یاغیان چې د هېواد د پلازمېنې، صنعا په شمول د یمن په لوېدیځه برخه کنټرول لري، د سعودي عربستان پر خاوره، هوایي ډګرونو، د تېلو پر تاسیساتو او اداري ودانیو بریدونه کړي دي.

پرون، حوثیانو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې تر یوې اونۍ په کمه موده کې د دویم ځل لپاره تر ټولو لوړ برج په نښه کړ. په دې برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.