کارابین ته د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر سفر؛ هاوانا سره د مسکو د ملاتړ اشاره

کیوبا د انرژۍ له اړخه د سخت بحران سره مخ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به روانه اوونۍ کې سینټ کېټس او نیویس ته سفر وکړي څو د کارابین له مشرانو سره وګوري. دا خبر د دوشنبې په ورځ د (فبرورۍ ۲۳) د بهرنیو چارو وزارت له خوا په داسې حال کې اعلانیږي چې واشنګټن د سیمه‌ییزو ایتلافونو د پیاوړتیا له لارې د امنیت ټینګښت دپاره هڅې ګړندۍ کوي.

دا سفر، چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا تایید شوی، په داسې وخت کې کېږي چې د ټرمپ ادارې پر هاوانا فشارونه زیات کړي او په همدې ترڅ کې روسیې له کیوبا سره د پوځي او ډیپلوماټیک ملاتړ د زیاتېدو نښې څرګندې کړې دي.

ټرمپ تېره اوونۍ په ایر فورس ون الوتکه کې خبریالانو سره خبرې کولې. هغه د کیوبا هیواد چې د فیدل کاسترو د ۱۹۵۹ کال له انقلاب راهیسې د کمونست ګوند تر واک لاندې دی "ناکامه هېواد" وباله. هغه وویل چې "هغوی آن د الوتکو د پورته کېدو لپاره د جټ الوتکو تېل هم نه لري"، او دا یې هم تایید کړه چې د بهرنیو چارو وزیر روبیو له کیوبایي چارواکو سره په فعاله توګه په خبرو بوخت دی. ټرمپ وویل: "هغوی باید حتماً یوه موافقه وکړي، ځکه دا رښتیا هم یو بشري ګواښ دی."

کیوبا وروسته له هغې چې واشنګټن د امریکا د پوځي عملیاتو په تعقیب چې د وینزویلا پخوانی دیکتاتور نیکولاس مادورو یې په جنورۍ کې ونیوه او د وینزویلا د تیلو اکمالات یې پرې کړل، د انرژۍ له اړخه د سخت بحران سره مخ دی.

دا هېواد چې ۱۱ میلیونه نفوس لري، د سون توکو له کمښت سره لاس او ګرېوان دی، د برېښنا پرې کېدلو پېښې زیاتې شوې او د هاوانا په کوڅو کې کثافات ټول شوي دي. د کیوبا هغه کمونستي حکومت چې مخکې یې لومړی د شوروي اتحاد او وروسته د وینزویلا له سبسایډي شویو تیلو څخه ګټه اخیسته، ښايي د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهیسې اوس له خپل تر ټولو سخت بحران سره مخ شي.

روسیې د امریکا له خوا د کیوبا پر وړاندې د "سمندري محاصرې" په اړه خبرداری ورکړ. تېره اوونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کرملین کې د کیوبا د بهرنیو چارو له وزیر برونو رودریګز پارییا سره وکتل او ویې ویل چې د امریکا بندیزونه "د منلو وړ نه دي".

پوتین د دولتي خبري اژانس تاسا ته وویل: " له نویو بندیزونو سره دا یو ځانګړی پړاو دی. موږ دا ډول اعمال نه منو."

کله چې د روسیې او کیوبا تر منځ د پوځي او مادي همکاریو د لا زیاتوالي په اړه پوښتنه وشوه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د جنورۍ د ۲۹ نېټې د ټرمپ اجراییي فرمان ته اشاره وکړه.

په دغه فرمان کې راغلي: "کیوبا د روسیې دپاره په هغه هیواد کې د استخباراتي سیګنال د تر ټولو لویې بهرنۍ اډې کوربتوب کوي، چې دا په اصل کی د امریکا د ملي امنیت په اړه د حساسو معلوماتو د غلا دپاره یوه هڅه ده ."

دغه فرمان همدارنګه هاوانا تورنوي چې له چین سره "ژوره استخباراتي او دفاعي همکاري" ساتي او په عین حال کې له روسیې او ایران سره امنیتي اړیکې پالي. پدې فرمان کې دغه درې هېوادونه د همغږي بلاک په توګه یاد شوي چې واشنګټن وايي له کیوبا څخه د امریکا د ګټو د کمزوري کولو لپاره ګټه اخلي.

له دغو ډیپلوماټیکو تبادلو څو اوونۍ مخکې، د امریکا تر بندیزونو لاندې د روسیې یوه بار وړونکې الوتکه د فبرورۍ په دویمه د هاوانا له ښار څخه بهر د کیوبا په یوه پوځي هوايي ډګر کې کښېناسته. ایلیوشین ایل-۷۶ الوتکه چې په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا د مالیې وزارت له خوا د نړۍ په کچه د پوځي تجهیزاتو، په شمول د توغندیو او سرګلولو، د لېږد له امله ورباندې بندیزونه ولګیدل، د پلازمېنې شاوخوا ۳۰ میله جنوب ته د سان انتونیو دی لوس بانیوس هوايي اډه کې ښکته شوه.

د دې ډول الوتکو څخه مخکې هم د روسیې په استازیتوب د وړو وسلو، پوځي تجهیزاتو او اجیرانو د لېږد لپاره کار اخیستل شوی دی.

د جنورۍ په لومړیو کې، کله چې امریکایي ځواکونو مادورو ونیو او د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور یې نیویارک ته ولېږداوه، روبیو سمدستي خبرداری ورکړ چې هاوانا هم "له جدي ستونزو سره مخ ده"، او د NBC له "مېټ دی پرېس" خپرونې سره د مرکې په ترڅ کې وویل: "زما په اند دا هېڅ پټه خبره نه ده چې موږ د کیوبا د رژیم پلویان نه یو، هغه رژیم چې په اصل کې یې د مادورو ملاتړ کاوه."

ټرمپ د جنورۍ په ۲۹ مه پر کیوبا باندې د خپل فشار کمپاین رسمي کړ او په ټروت سوشیل کې یې ولیکل: "نور به هیڅ تېل یا پیسې کیوبا ته نه ځي- صفر! زه په ټینګه وړاندیز کوم چې هغوی دې ژر تر ژره موافقه وکړي، مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي."