د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن پنجشنبه (مۍ اومه) په واتیکان کې د کاتولیک مسیحیانو له مذهبي مشر پاپ لویو سره ولیدل.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دواړو خواو په منځني ختیځ او لویدیځې نیمه کرې کې د مشترکو منافعو په اړه خبرې کړې دي.
مارکو روبیو په خپل رسمي ایکس کې له پاپ لیو سره د خپل ملاقات تصویرونه خپاره کړي دي. ښاغلي روبیو لیکلي دي: «له پاپ لیو څوارلسم سره مې ولیدل او د سولې او انساني کرامت د ترویج لپاره مو په خپلې ګډې ژمنې ټېنګار وکړ.»
مارکو روبیو ایټالیا او واتیکان ته په سفر تللی دی.
تر دې مخکې د واتیکان لپاره د متحدو ایالتونو سفیر براین برچ ویلي چې د روبیو او پاپ ترمنځ خبرې به دواړو خواو ته دا فرصت برابر کړي چې «یو بل ښه درک کړي» او د هر ډول اختلافاتو په اړه بحث وکړي.
دا مطلب هم ولولئ
د واتیکان لپاره د امریکا سفیر: د ټرمپ د ادارې او پاپ ترمنځ 'ژور درز' نشتهنوموړي هغه خبره رد کړې وه چې ګنې د ولسمشر ټرمپ د حکومت او پاپ ترمنځ «ژور درز» موجود دی.
پاپ په ایران باندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل د بریدونو له پیل راهېسې د سولې او مذاکراتو غوښتنه کړې وه، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له انتقاد سره مخ شوی و.