روبیو: چین هغه مواد محدودوي چې د فېنټانېل د جوړولو لپاره کارېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي د چین حکومت منلې ده چې د هغو موادو پر صادراتو بندیز ولګوي چې د فېنټانېل په جوړولو کې کارېږي، هغه ناقانونه نشه يي درمل چې هر کال په متحده ایالاتو کې لسګونه زره کسان وژني.

روبیو وویل چې د چین دا موافقه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جی پینګ د اکتوبر پر ۳۰مه په سویلي کوریا کې د خبرو وروسته وشوه.

هغه وویل چین موافقه کړې چې د فېنټانېل د تولید لپاره کارېدونکي ۱۳ مهم کیمیاوي موادو صادرات ودروي، او دا به د ټرمپ ادارې سره مرسته وکړي چې د نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیسي.

روبیو وویل: «که چینایان د دغو موادو لېږدول مکسیکو ته کم کړي، دا به بې له شکه په مکسیکو کې د فېنټانېل په تولید باندې اغېز ولري.» هغه دا خبرې د کاناډا په ښار کې د G7 د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته له خبریالانو سره وکړې.

د نومبر پر لومړۍ نېټه د سپینې ماڼۍ له لوري د ټرمپ او شي ترمنځ موافقې د اعلان له مخې، چین ومنله چې د فېنټانېل د بهیر د بندولو لپاره مهم ګامونه واخلي.

په موافقه کې راغلي: «چین به د ځینو ځانګړو کیمیاوي موادو لېږد شمالي امریکا ته بند کړي او د نورو موادو صادرات به په ټوله نړۍ کې سخت کنټرول کړي.»

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) مشر کاش پټیل هم تایید کړه چې بیجینګ د ۱۳ ټولو موادو صادرات منع اعلان کړي، هغه دا خبره له خپلو چینایي سیالانو سره د تېرې اوونۍ د لیدنې نه وروسته وکړه.

پټیل وویل: «چین په بشپړه توګه هغو ځانګړو ۱۳ موادو ته د بندیز درجه ورکړې چې د فېنټانېل د جوړولو لپاره کارېږي. سربېره پر دې، دوی هوکړه کړې چې اووه فرعي کیمیاوي فابریکې هم کنټرول کړي چې دا وژونکي مواد تولیدوي.»

هغه زیاته کړه: «ولسمشر ټرمپ به هغه پایپ لاین بند کړی چې فېنټانېل تولیدوي او لسګونه زره امریکایان پرې وژل کېږي.»

روبیو مکسیکو هم وستایه چې له امریکایي امنیتي ادارو سره په ګډه کار کوي چې د نشه يي موادو د ځمکني قاچاقو مخه ونیسي.

هغه وویل: «مکسیکويي چارواکي نسبت تېر وخت ته نن سبا ډېر کار کوي، ښايي د پخوا په پرتله تر ټولو زیات کار او موږ هم ورسره ډېر نږدې کار کوو، چې د نشه يي موادو د قاچاقو بهیر ودروو.»

متحده ایالاتو په وروستیو میاشتو کې په کارابیان او ارام سمندر کې پر هغو کښتیو هوايي بریدونه کړي چې ویل کېږي امریکا ته نشه يي مواد انتقالوي، او اعلان یې کړی چې دا کښتۍ ملي امنیت ته د ګواښ له کبله مشروع پوځي هدفونه ټاکل شوي دي.

روبیو وویل، د G7 د تړون هېڅ یوه سیال هم د دې بریدونو په اړه اندېښنه نه ده څرګنده کړې. هغه زیاته کړه چې امریکا لا هم د سمندر له لارې د درملو د لېږد مخه نیسي، خو دا یوازې پرېکنده حل نه ګڼي.

هغه وویل: «دا عملیات یا هیڅ او یا هم ډېر لږ مخنیوی کوي. د مخدره موادو د قاچاقو شبکو او کارتلونو مخکې له مخکې دا خبره محاسبه کړې چې ښايي پنځه سلنه توکي له لاسه ورکړي، نو دا کار ددوي فعالیتونه نه دروي. خو تاسو لیدلي چې د نشه يي درملو کښتۍ کمې شوې دي، او اغېز یې ښکاري.»

امریکا پر وینزویلا تور لګولی چې د نشه يي موادو قاچاقبران په لوي لاس پټوي. روبیو د وینزویلا حکومت «یو ناقانونه رژیم» وباله چې په اصل کې د نشه يي موادو د قاچاق یو سازمان دی.

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا امریکا به د ۱۹۹۰ کال د پاناما د پوځي مشر مانوئل نوریېګا په څېر نیونې ترسره کړي او که نه؟ روبیو وویل، «زه یوازې د اوسني حالت په اړه تبصره کولی شم، او هغه دا چې ولسمشر هغه عملیات منظور کړي چې موخه یې زموږ هېواد ته د دې ترهګرو سازمانونو له لوري د نشه يي موادو د راتګ بندول دي، او همدا اوس موږ دا عملیات پر مخ وړو.»

روبیو وویل چې د مکسیکو ترڅنګ امریکا له السلوادور، ایکوادور، ګواتیمالا او د سیمې له نورو هېوادونو سره هم قوي همکاري لري، چې د ځمکې له لارې د نشه يي موادو قاچاق بند شي.