د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ازبکستان په سمرقند ښار کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د لېدنې پر مهال په بیلابیلو برخو کې پر ګډ کار ټینګار کړی دی.
ښاغلي روبیو د ازبکستان له ولسمشر سره د لېدنې پرمهال ویلي دا باید ثابته کړو چې د حکومتونو په توګه او د خصوصي سکتور له لارې، په بېلابېلو نوښتونو کې په ګډ کار کولو سره کولای شو ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ ټول هېوادونه پیاوړي او خپلواک پاتې شي.
ښاغلي روبیو د (C5+1) ډیپلوماتیک فورم په چوکاټ کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره، او د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او کوربه هیواد ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره کتلي دي.
د (C5+1) ډیپلوماتیک فورم د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه او متحده ایالات سره راټولوي، څو د امنیت، سوداګرۍ او نورو ګډو اندېښنو په اړه خبرې وکړي.
روبیو ویلي دا فورم نه یوازې په منځنۍ اسیا کې د امریکا د ګټو څرګندونه کوي، بلکې له منځنۍ اسیايي هېوادونو سره د نږدې، سوله ییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د امریکا ژمنتیا هم څرګندوي.
هغه وویل: "منځنۍ اسیا د پانګونې لپاره د یوه نوي ځای په توګه هم رول لري، او همدارنګه د صادراتو لپاره یو نوی مرکز دی؛ داسې یو مهم ترمینل چې له لارې یې هغه توکي لېږدول کېږي چې د ټولو هېوادونو د راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري."
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ویلي چې له متحده ایالاتو سره مشارکت باید د سیمه ییزې همکارۍ بشپړوونکی وي او ټولو هېوادونو ته اوږدمهاله ګټې ورسوي.
هغه زیاته کړه: "زموږ د همکارۍ راتلونکی پړاو باید یوازې د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا متمرکز نه وي بلکې د منځنۍ اسیا د یوې یوځای شوې سیمې په توګه د ظرفیتونو پر راڅرګندولو هم تمرکز وکړي، څو د نویو فرصتونو دروازې پرانیستل شي."
د امریکا او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو همدارنګه هوکړه کړې چې د مهمو ستراتېژیکو کانونو او معدني زیرمو په برخه کې به خپلې همکارۍ پراخوي او د منځنۍ اسیا او امریکا ډیپلوماتیک چوکاټ له لارې به د منځنۍ اسیا د اقتصادي سوکالۍ او امنیت د پیاوړتیا لپاره ګډې هڅې کوي.
یو شمېر شنونکي په دې بارو دي چې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د منځنۍ اسیا نویو خپلواکو هېوادونو ته د امریکا لېوالتیا د لنډې مودې لپاره زیاته شوه خو وروسته دا لېوالتیا کمه شوه- تر هغه چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریزو بریدونو امریکا یو ځل بیا افغانستان او د هغه ګاونډیو هېوادونو ته متوجه کړه.
په مسکو کې د افغانستان پخوانی دیپلومات، غوث جانباز وایي په سیمه کې هر تحول پر افغانستان مستقیمه اغېزه لرلای شي.
هغه زیاته کړه: " ازبکستان د افغانستان مستقیم ګاونډی دی او ډېر مهم ګاونډی دی هر تحول که هغه اقتصادي وي که سیاسي وي، هغه پر افغانستان مستقیم تاثیر کوي. په تېره اوسنی ازبکستان د اوسني افغانستان سره ډېر نږدې اقتصادي، تجارتي اړیکې لري."
د منځنۍ او جنوبي اسیا هیوادونو د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه دا بحثونه په داسې وخت کې مطرح کیږي چې طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ناندرۍ او ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي.
په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ پي خورېف په اسلاماباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې یو ځل بیا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د خپل هیواد چمتوالی څرګند کړی دی.
د منځنۍ اسیا تر سفر وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هند ته رسیدلی او د سه شنبې په ورځ د (اکټوبر ۲۰مه) په ممبۍ کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جېشنکر سره خبرې اترې کړې دي.
ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند ته د دوه ورځني سفرپه ترڅ کې د سیاسي مشرانو ترڅنګ هندي سوداګرو سره هم وګوري.