مارکو روبیو د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اړیکو په پراختیا ټېنګار وکړ

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ (اکتوبر۱۹) وویل چې منځنۍ اسیا د پانګوونې او سوداګرۍ په برخو کې یو مهم ځای لري.

ښاغلي روبیو د یکشنبې په ماښام سمرقند ته ورسېده چې د اوزبیکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې اترې وکړي.

دا ملاقاتونه په سمرقند کې د (C5+1) ډلې د غونډې په ترڅ کې وشول، چې تمرکز یې د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې او سیمه ییز همکارۍ په پراختیا و.

ښاغلي روبیو د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو په زیاتولو او حیاتي موادو د انتقالاتي زنځېرونو د تامین په برخو کې ټېنګار وکړ.

روبیو وویل چې متحدو ایالتونه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي حاکمیت او استقلال حمایت کوي او د داسې همکاریو په لټه کې دي، چې د دغو هېوادونو اقتصاد ورسره لا وغوړېږي او د خلکو ژوند یې ورسره لا ښه شي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې مارکو روبیو په سمر قند کې د کوربه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر تیلوبردي سره هم لیدلي دي.

د وزارت په یو بیان کې ویل شوي دي چې دواړه لوري به «په ډسمبر کې د جي-۲۰ تر سرمشریزې مخکې د متحدو ایالتونو او قزاقستان د ستراتېژیک شراکت د لا ښه کېدو په لارو چارو خبرې» وکړي.

بیان زیاتوي چې ښاغلي روبیو د قزاقستان څخه مننه وکړه چې د ولسمشر ټرمپ د سولې د ابتکار ملا یې وتړله او د دوو اړخیزو اقتصادي همکاریو په پراختیا کې یې د متحدو ایالتونو په لیوالتیا باندې ټېنګار وکړ.