د دوبۍ د هوایي شرکت الوتکه د روسیې په جنوب ختیځ روستاف کې د کوزېدو په وخت کې سقوط کړی دی او ټوله سپرلۍ یې مړ شوې ده.
دا الوتکه ٧٣٧ نمبر بوینګ الوتکه وه او د جمعې په ورځ ناوخته غورځېدلې ده.
چارواکي وايي په مړو کې اووه د الوتکې عملیه دي.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټه وايي کېدی شي د کومي انساني تېروتنې یا تخنیکي ستونزې له کبله، الوتکه غورځېدلې وي.
چارواکي وايي چې د الوتکې د ثبت یوه ماشین موندل شوی او په بل پسې لټون روان دی، شاید دغه ماشینونه د پېښې د علت په معلومولو کې مرسته وکړی شي.
د دوبۍ د هوايي شرکت اجرایي رئیس غیث الغیث ویلي چې په دغې پېښې يې ټول کارکوونکو خواشين کړي دي دي.
د کرملین ویاند وویل د روسیي جمهور ریئس ویلادي میر پوتین ته ترهرڅه د وژل شوو کسانو د کورنیو سره مرسته مهمه ده.
د دوبی هوایي شرکت، او د بوینګ الوتکې کمپنۍ دواړو، د وژل شوو خلکو کورنیو سره خواخوږي څرگنده کړې ده.
د دوبی هوايي شرکت وایي چې په وژل شویو کې ٣٣ ښځې، ۱۸ نارینه او څلور ماشومان دي.
په مړو کې یې ۴۴ روسان ، اته اوکراینیان، دوه هندیان او یو د ازبکستان وکړي، شامل دي.