روسیه وايي ترکیې سره جګړه نه کوي

مسکو ویلي دي چې د انقرې سره په خپلو اړیکو بیا غور کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف وايي داسې بریښي چې د ترکیې له خوا د روسي الوتکې ویشتل "یو پلان شوی او پارونکی کار" و، خو روسیه به پر دې لانجې د ترکیې سره جگړه ونکړي.

ښاغلي لاوروف دا هم وویل چې ددې پیښې په نتیجه کې به روسیه د ترکیې سره په خپلو اړیکو بیا غور وکړي. سرګی لاوروف د چهارشنبې په ورځ ترکیې ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړ، خو د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره یې ټلیفوني خبرې وکړې او دواړو موافقه وکړه چې په راتلوونکو ورځو کې سره وگوري.

بل لور ته د ترکیې صدراعظم احمد داوداوغلو، پارلمان ته وینا کې وویل چې هیواد نه غواړي د خپل گاونډي او دوست هیواد روسیې سره اړیکې خرابې کړي.

د ترکیې جمهور رئیس طیب رجب اردوغان بیا ویلي دي چې د ترکي جنگي الوتکو له خوا د روسي جت الوتکې په ویشتلو سره هیواد یې یواځې د خپل امنیت دفاع کړې.

ښاغلي اردوغان چې په استانبول کې یې په یوه غونډه کې خبرې کولی وویل چې روسي الوتکه په سوریه کې پریوته خو د ویشتلو پر وخت لا هم د ترکیې په خاوره کې وه.

یو بل ترکي چارواکي ویلي دي چې روسي الوتکه د ١٧ ثانیو لپاره دوه کیلومیتره د دوی خاورې ته ننوتې وه او ترکي ځواکونو ورته لس ځلې خبرداری ورکړ خو روسي پیلوټانو ورته پاملرنه ونه کړه.

دا په داسې حال کې دي چې روسې د ترکیې ددې اقدام په غبرگون کې د سوریې په لاذقیه ولایت کې د پرمختللو دفاعي میزائیلو د ځای پر ځای کولو خبر ورکړ. مسکو همداشان ویلي دي چې په سیمه کې به په رهبري شویو راکټونو باندې سمبالې کشتۍ هم ځای پر ځای کړي.