د اوکراین سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د روسیې په تازه بریدونو کې د هېواد په دوو ښارونو کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د اوکراین د دنیپرو ولایت چارواکو د دوشنبې په ورځ د جون ۲۹مه وویل، د روسیې توغنديو د دنیپرو ښار یوه شخصي سوداګریزه ودانۍ په نښه کړه چې پنځه تنه پکې ووژل شول او ۲۸ نور ټپیان شول.
د اوکراین ملي پولیسو د ژغورنې د عملیاتو ویډیوګانې خپرې کړې چې پکې ژغورونکي ټپیان له سیمې انتقالوي.
په همدې ورځ، د ژاپوریژیا ښار سیمه ییزو چارواکو وویل چې د روسیې یوې بې پیلوټه الوتکې پر یوه کوچني مسافر وړونکي موټر برید کړی، چې په کې دوه تنه وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون شپږ نور، ټپیان شوي دي. روسیې د دغو بریدونو په اړه سمدستي څه نه دي ویلي.
د روسیې او اوکراین جګړه اوس پنځم کال ته داخله شوې ده. په دې جګړه کې لسګونه زره کسان وژل شوي دي. اوکراین هم په ځینو مواردو کې د روسیې او د روسیې تر ولکې لاندې سیمو پر ملکي هدفونو بریدونه کړي، خو په کوچنۍ کچه. دواړه خواوې د ملکي وګړو په نښه کول ردوي