روسیې د پنجشنبې په ورځ، د سپتمبر په ۲۴مه، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په پراخو بریدونو کې د اوکراین پلازمېنه کیف او د دغه هېواد شمال ختیځې سیمې په نښه کړې چې اته کسان پکې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین چارواکي وايي، په کیف باندې د شپې په اوږدو کې څو ځله د بالستیک توغندیو بریدونه وشول. د اوکرایني چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې د استوګنې ودانیو، یوه ولادي نسایي روغتون، د انرژۍ تاسیساتو او لوژستیکي زیربناوو ته زیان اوښتی دی.
دا بریدونه داسې مهال شوي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د کمولو لپاره دیپلوماتیکې هڅې یو ځل بیا زیاتې شوې دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ویلي چې کیف د داسې یوه وړاندیز شوي اوربند لپاره چمتو دی چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه ودرول شي. زیلینسکي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د جګړې د پای ته رسېدو پر وړاندې اصلي خنډ دی او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر مسکو فشار زیات کړي.
هغه وویل، لوی او واړه هېوادونه باید د روسیې عواید محدود کړي او د دې هېواد د جګړې د دوام وړتیا کمه کړي.
په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې روسیه او اوکراین د یوه محدود اوربند په اړه لېوالتیا ښودلې چې د غلو د بارونو او د دواړو هېوادونو د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو مخه ونیسي. روسیه او اوکراین د نړۍ د غلې له عمده صادرونکو هېوادونو څخه دي او د دواړو هېوادونو د انرژۍ تاسیسات په وروستیو میاشتو کې څو ځله د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو هدف ګرځېدلي دي.
روبیو وویل، ان د یوه محدود توافق ترلاسه کول به هم ستونزمن وي، خو د هغه په وینا، د کوشش ارزښت لري او امریکا چمتو ده چې د داسې یوې موافقې په عملي کېدو کې مرسته وکړي. زیلینسکي مخکې په څرګند ډول د دغه ډول طرحې ملاتړ کړی دی.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې مسکو د اوږدمهالو سولې خبرو ته چمتو دی، خو د خبرو په ترڅ کې به خپل پوځي عملیات ونه دروي.
لاوروف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې مسکو د خپلو پوځي عملیاتو لپاره «وقفه» نه مني. هغه ادعا وکړه چې اروپايي هېوادونه به له اوربند څخه د اوکراین د لا زیاتې پوځي سمبالولو لپاره استفاده وکړي.
بلخوا، د ډنمارک د دفاعي استخباراتو ادارې خبرداری ورکړی چې روسیه ښايي په راتلونکو میاشتو کې د لویدیځو هېوادونو پر وړاندې خپل «هایبریډ» فعالیتونه زیات کړي. د دغې ادارې په ارزونه کې، د روسیې له خوا د محدود پوځي برید خطر لا هم کم دی، خو د زیاتېدو په حال کې دی.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د سپتمبر په ۲۳مه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وویل چې اوکراین د شمالي کوریايي دوه جنګي اسیران جنوبي کوریا ته سپارلي دي.
د زیلینسکي په وینا، اوکرایني ځواکونو دغه دوه کسان تېر کال د جنورۍ په میاشت کې د روسیې په کورسک سیمه کې نیولي وو. هغوی د شمالي کوریا لومړني هغه سرتېري بلل شوي چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې د روسیې-اوکراین په جګړه کې ژوندي نیول شوي دي.
زیلینسکي مخکې ویلي وو چې که د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په روسیه کې د اوکرایني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې د دغو سرتېرو په تبادله کې مرسته وکړي، کیف به هغوی شمالي کوریا ته وسپاري. خو د بشري حقونو ډلو جنوبي کوریا ته د دغو سرتېرو د سپارلو غوښتنه کړې وه، ځکه دوی د شمالي کوریا له احتمالي مجازاتو سره مخ کېدلای شي.
جنوبي کوریا ویلي چې د سرتېرو د ستنولو او د هغوی د کورنیو د خوندیتوب په دلیل د دې موضوع جزئیات نه شي تاییدولای