د اوکراین چارواکي وايي، د روسیې د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو په پراخ برید کې د اوکراین د پلازمېنې کیف د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ تنو ته لوړ شوی دی.
د ژغورنې ډلې د پنجشنبې په ورځ د جولای ۲مه د کیف د استوګنې په یوې نړېدلې ودانۍ کې د یوه کس مړی له کنډوالو څخه راوایست.
روسیې د پنجشنبې سهار پر کیف سلګونه بېپیلوټه الوتکې او لسګونه توغندي وتوغول چې د چارواکو په وینا ۲۰ تنه پکې وژل شوي.
د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو د جمعې ورځ په ښار کې د ملي ماتم ورځ اعلان کړې ده.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي، چې ایرلنډ ته یې سفر نیمګړی پرېښود او هېواد ته ستون شو، وویل چې د پلازمېنې په څه باندې شلو بېلابېلو ځایونو کې زیانونه ثبت شوي دي.
بل لور ته، د روسیې د دفاع وزارت په ټیلیګرام کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د دوی "پراخ برید" د اوږد واټن دقیقو هوايي، ځمکنیو او سمندري وسلو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوی، او ادعا یې کړې چې په کیف او نورو سیمو کې یې پوځي ځایونه، د انرژۍ تاسیسات او هوايي ډګرونه په نښه کړي دي.
اوکرایني چارواکو د روسیې دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د استوګنې سیمې هم سختې زیانمنې شوې دي.
چارواکي وايي، دا برید سږ کال په کیف کې تر ټولو پراخ ویجاړونکی برید و، او لږ تر لږه د مې میاشتې راهیسې تر ټولو خونړی برید ګڼل کېږي.
د مې په میاشت کې د روسیې په یوه بل برید کې کله چې د استوګنې یوه ودانۍ ونړېده ۲۴ کسان وژل شوي وو