روسیه کې رای اچونه؛ د اساسي قانون تعدیل یا د پوتین د واکمنۍ غځول

په ټوله روسیه کې د پنجشنبې په ورځ جون ۲۵ (چنګاښ ۵) د رای ورکولو مرکزونه پرانستل شول چې ددې هیواد په اساسي قانون کې د بدلونونو په هکله رای ورکړي؛ هغه بدلونونه چې تر ۲۰۳۶ کال پورې به د جمهور رئیس پوتین د واکمنۍ دوام ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي پوتین د روان کال په جنورۍ کې د اساسي قانون د تعدیل په اړه د رای ورکولو وړاندیز وکړ. ټاکل شوې وه چې دغه رایه اچونه د اپریل په ۲۲ وشي، خو د کروناویروس د وبا د خپریدو په وجه وځنډیدله.

په اساسي قانون کې وړاندیز شوي بدلونونو کې هغه تغییرات هم شامل دي چې ۶۷ کلن ولادیمیر پوتین ته اجازه ورکوي تر څو د دوو نورو دورو لپاره هم د روسیې جمهور رئیس واوسي. د ښاغلي پوتین د جمهوري ریاست اوسنۍ دوره په ۲۰۲۴ کې پای ته رسیږي.

ولادیمیر پوتین د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د جمهور رئیس، د ۲۰۰۸ ن تر ۲۰۱۲ پورې د صدراعظم او یو ځل بیا د ۲۰۱۲ نه تر اوسه د روسیې د جمهور رئیس په توګه پر دې هیواد باندې واکمن دی.

ددې سربیره ځینې نور بدلونونه لکه د ټولنیزو امکاناتو او مزایاو ښه والی، د واده تعریف د یوې ښځې او یو سړي د پیوند په معنی، د حکومت دننه د اجرایي واک ویش او د جمهوري ریاست غښتلي کول هم شامل دي.

د روسیې د پارلمان دواړو مجلسونو او د اساسي قانون محکمې نوي بدلونونه تصویب کړي دي او جمهور رئیس هغه لاس لیک او په قانون باندې اړولي دي، خو بیا هم د دموکراتیک نمایش په توګه ددغو جنجالي بدلونونو د قانوني کیدو لپاره اوسنۍ رایه اچونه روانه ده.

له بلې خوا د ښاغلي پوتین مخالفین د هغه دغه اقدام قانوني کودتا ګڼي او له هغه سره یې سخت مخالفت څرګند کړی دی.

ددې لپاره چې د کروناویروس د خپریدو مخنیوی وشي، دغه رای اچونه په یوه ورځ نه ترسره کیږي بلکه د رای اچونې مرکزونه به د یوې اونۍ لپاره پرانستي وي، خو له دې سره سره یو شمیر روسي رای ورکوونکي د کروناویروس د خپریدو له امله په رای اچونه کې د ګډون نه اندیښنه لري.

خو کرملین د کروناویروس د خپریدو په اړه اندیښنې رد کړي او ویلي یې دي چې ددې وبا د خپریدو کچه په هیواد کې راټیټه شوی ده. مقاماتو خلکو ته ډاډ ورکړی چې د رای ورکوونکو د مصونیت او حفاظت لپاره لازم تدابیر په پام کې نیول شوي دي.

په روسیه کې اوسمهال څه دپاسه ۶۱۳ زره کسان په کرونا اخته شوي او د مړینو شمیر یې نژدې ۸۶۰۰ تنو ته رسیدلی دی. روسیه په نړیواله کچه درېیم هیواد دی چې په زیات شمیر خلک په کې په کروناویروس اخته شوي دي.