روسیه وايي له طالبانو سره تازه تړون د تجهیزاتو په ترمیمولو تمرکز کوي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي دي چې د روسیې او طالبانو د حکومت ترمنځ تازه لاسلیک شوی د پوځي - تخنیکي همکاریو تړون تر ډیره په افغانستان کې د موجودو روسي وسایطو او تجهیزاتو په ترمیم او ساتنه تمرکز کوي.

کابلوف د ورسیې دولتي خبري اژانس «ریا نووستي» ته ویلي چې د دې تړون اصلي موخه د روسي پوځي وسایطو د ترمیمولو لپاره د تخنیکي خدماتو برابرول دي ترڅو دغه وسایط ګټې اخیستنې ته چمتو شي او فعال وساتل شي.

په دغو تجهیزاتو کې له سلو زیاتې Mi-17 پوځي هلیکوپترې او په زرګونو کامازا باروړونکي موټر شامل دي.

روسیې تېره اونۍ د مسکو په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د طالبانو له حکومت سره د تخنیکي او پوځي همکاریو یو تړون لاسلیک کړ. ددغه تړون ډیر جزئیات ندي خپاره شوي.

د طالبانو د حکومت د دفاع د سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د مسکو په امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی و.

روسیې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې د طالبانو نوم د هغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه لېرې کړ. د طالبانو نوم د له ۲۰۰۳ کال راهیسې د روسیې په تور لیست کې شامل و.

د ۲۰۲۵ کال په جولای کې روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند. مسکو همدارنګه له دغه حکومت سره په پراخ مشارکت ټینګار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو سره د مشارکت په اړه د روسیې د ټینګار په غبرګون کې ویلي چې هېڅ هېواد باید له «شریرو لوبغاړو» سره د یووالي لاره غوره نه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو ځپونکو فرمانونو د افغانانو بشري حقونه او اساسي ازادۍ محدودې کړې دي.