روسیې د اوکراین پلازمېنې باندې د پرله‌پسې بریدونو ګواښ کړی

د اوکراین هوايي ځواک ویلي روسیې د سې‌شنبې په شپه پر اوکراین دوه د اسکندر-اېم بالستیک توغندي او ۱۲۲ ډرونونه وتوغول. د اوکراین هوايي دفاع ۱۱۱ ډرونونه یا نسکور کړي او یا یې شنډ کړي، خو په ۱۱ ځایونو کې د توغندیو یا ډورن د لګېدو راپورونه ثبت شوي دي.

د روسیې او اوکراین د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې‌شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "هر ځل چې تاسو د یوې یا بلې خوا له لوري دا ډول ستر بریدونه وینئ، د شخړې د لا پراخېدو خطر ډېرېږي، ځکه دواړه خواوې بېرته غچ اخلي، او همدا د دې بحران د لا خرابېدو لامل کېږي. "

روبیو زیاته کړه، "خبرداری ورکول کېږي ځکه چې دا جګړه له ډېره وخته روانه ده" او ټینګار یې وکړ چې امریکا چمتو او تیاره ده چې د دې جګړې د پای ته رسېدو لپاره هر ډول اسانتیا برابره او مرسته وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې روسیه به د اوکراین د پلازمېنې کییف پر پوځي او د پرېکړو پر مرکزونو منظم بریدونه پیل کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د وېب‌پاڼې د بیان له مخې، لاوروف دغه پیغام د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په لارښوونه رسولی دی.

روسیې د کییف پر ضد د نویو بریدونو ګواښ کړی او له بهرنیو ډیپلوماتانو یې غوښتي چې د اوکراین له پلازمېنې ووځي، په داسې حال کې چې د سه شنبه په شپه د ډرونونو او توغندیو بریدونه دوام درلود او غربي ديپلوماټانو په ښکاره ډول د وتلو غوښتنه رد کړه.

لاوروف واشنګټن او نورو هېوادونو ته هم سپارښتنه کړې چې خپل ډیپلوماتیک کارکوونکي له کییف څخه وباسي، او ویلي یې دي چې روسیه به د دفاعي صنعت مرکزونه او د پرېکړو نیولو ځایونه په نښه کړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د روسیې ګواښونه "باج‌اخیستنه او فشار" دی چې هدف یې د بهرني ډیپلوماتیک ماموریتونو وېرول دي. دغه وزارت زیاته کړې، "د کییف او نورو اوکرایني ښارونو پر ضد د روسیې د امنیتي ګواښونو عمومي کچه د تېرو کلونو او میاشتو په څېر هماغسې پاتې ده. "

تر اوسه هېڅ ډیپلوماتیک ماموریت د وتلو پلان نه دی اعلان کړی. اروپايي ټولنې، فرانسې او پولنډ په ښکاره ویلي چې خپل استازي به نه باسي. په کییف کې د اروپايي ټولنې سفیرې کاترینا ماتېرنووا ویلي چې لوېدیځ ډیپلوماتان به په ښار کې پاتې شي.

د اوکراین لوی درستیز ویلي چې د مې د ۲۱مې نېټې تر برید وروسته د روسیې د سامارا سیمې د سیزران د تېلو چاڼ‌ځای تړل شوی دی. همدارنګه یې ویلي چې د بیګا شپې په عملیاتو کې د روسیې د قوماندې پر مرکزونو، د مهماتو پر زېرمو او د اکمالاتو پر یوه لوژستیکي مرکز، چې په اشغال شوې دونېڅک، زاپوریژیا او کریمیا کې موقعیت لري، نور بریدونه هم شوي دي.

د اوکراین د امنیتي ادارې (SBU) ویلي چې د روسیې د براینسک سیمې د تېلو یو ډیپو یې هم په نښه کړی دی.