روسیې او اوکراین د سه شنبې په ورځ [اکټوبر ۱۳مه] د یو بل پر مهمو تاسیساتو بریدونو کړي او د جګړې په لومړیو کرښو او نورو برخو کې نښتې په شدت دوام لري.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د شپې لخوا په کیف او سویلي ماریوپول کې د اوکراین پر پوځي توليدي صنایعو، لوژستیک، اورګاډي او بندري تاسیساتو بریدونه کړي دي.
وزارت ویلي چې په ځمکنیو بریدونو کې بیا روسي ځواکونو د ډونېتسک په شمال لویدیځو برخو کې پرمختګ کړی او چاڼیز عملیات يي دوام لري.
په همدې حال کې د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین وویلي چې د دوشنبې په شپه ۴۱۷ ډرونونه د پلازمینې پر لور توغول شوې وې چې ډېری یې له منځه یوړل شوې او ۶۵ یې مسکو ته نږدې شنډې شوې.
د روسیې او اوکراین تاز بریدونه داسې مهال کیږي چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د "انرژۍ اوربند" نافذ شوی دی. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلنسکي وویل چې د اوربند نه ملاتړ کوي خو کرملېن بیا د اوربند په ځاي د دایمي سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ. تردې مخکې ټرمپ ویلي وو چې روسیې موافقه کړې چې نړیوالو بازارونو ته ډېزل عرضه کړي.
زېلنسکي تازه ویلي چې روسیې د اوکراین په ۱۹ حوزو کې د هوايي بریدونو یوه نوې څپه پیل کړې ده.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندانۍ وویل چې یوه ورځ مخکې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ۲۰۳ نښتې شوي دي.
اوکرایني ځواکونو د روسي ځواکونو د راټولیدو او د ډرونونو پر مرکزونو بریدونه کړي دي. روسي ځواکونو په شمالي سلووبوزانسک او کورسک کې ۴۹ بریدونه او په جنوبي سلووبوزانسک کې یې ۲۰ بریدونه کړي. اوکراین بیا پر پوکروفسک سیمې ۲۹ بریدونه شنډ کړي دي.
د اوکراین پوځ وویل چې په همدې موده کې د دوی ځواکونو دوه روسي ټانکونه، اوه زغره وال موټر، ۵۱ توپچي سیسټمونه، دوه راکټي سیسټمونه، یو هوایي دفاعي سیسټم، ۱۵ ځمکني روباټیک سیسټمونه، ۱،۸۸۹ ډرونونه، ۳۶۲ موټر او د ځانګړو تجهیزاتو پنځه واحدونه له منځه وړي دي.