د زیلینسکي د زیږیدو پر ښار د روسیې په برید کې دوه کسان وژل شوي

اوکرایني چارواکو د شنبې په ورځ (نومبر ۲۱) اعلان وکړ چې د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د پلرني ښار کریفي ریګ پر مرکز د روسیې د توغندي په برید کې دوه کسان وژل شوي او ۶۰ نور چې شپږ ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د اسوشیټیډ پریس د راپور له مخې، دا برید د جمعې په ماښام شوی چې له امله یې یو اووه کلن هلک او یوه شل کلنه نجلۍ وژل شوي دي.

د کریفي ریګ ښاري ادارې مشر، اولکساندر ویلکول، وویل چې په دې برید کې څلور اورونه لګېدلي او شاوخوا ۲۵ استوګنیزې ودانۍ، یو روغتون، ښوونځي، یو صنعتي بنسټ، سوداګریز مرکزونه او موټرونه زیانمن شوي دي.

ویلکول د ټیلیګرام په یوه پیغام کې وویل: "لومړی، دوه بالستیک توغندیو برید شو او بیا، کله چې د بېړنیو حالاتو او ژغورنې عملیات پیل شول، دریو نورو توغندیو پر ډاکټرانو، مرسته رسوونکو او د ښاروالۍ د خدماتو کارکوونکو په نښه کړل."

دا بریدونه په داسې حال کې کیږي چې د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په منځګړیتوب ديپلوماتیکې هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې وروسته له هغه چې دوه روسي توغند او یوه شکمنه بې پیلوټه الوتکه په پولنډ کې راپریوتل، د ناټو سرمنشي مارک روټه دا پېښه "خطرناکه" وبلله او ټینګار یې وکړ: "ناټو به د پولنډ د خاورې له هرې برخې څخه دفاع وکړي."

زیلینسکي د شنبې په ورځ د بریتانیا د دفاع وزیر ویس ستریتینګ ته وویل چې د کریمیا پر پله چې د روسیې لخوا اشغال شوې کریمیا ټاپووزمه د روسیې له اصلي خاورې سره نښلوي، د روسیې د بریدونو په وړاندې د اوکراین عادلانه بریدونه وو.

زېلېنسکي وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین پلونه ۱۰۹ ځله په نښه کړي دي.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړه: "دا د توغندیو شمېر نه دی، بلکې د بریدونو شمېر دی. دا مهمه ده، او له همدې امله زموږ ځواب په بشپړه توګه عادلانه دی."

په یوه وروستۍ پرمختګ کې، روسي او فنلنډي چارواکو اعلان وکړ چې د شنبې په ورځ د 'سپارټا' په نوم یوې روسۍ بار وړونکې کښتۍ د فنلنډ په خلیج کې د بې پیلوټه الوتکو سره تر لګیدو وروسته اور اخیستی دی.

د روسیې د لېنینګراد سیمې والي، الکساندر دروزدېنکو وویل چې دوو بې پیلوټه الوتکو په نړیوالو اوبو کې او د روسیې له پولې څخه شاوخوا ۵.۶ کیلومتره لرې، پر دغه کښتۍ برید کړی؛ خو دا روښانه نه ده چې دا برید چا کړی دی.

په ځواب کې، د فنلینډ لومړي وزیر، پیټري اورپو، ولیکل: "جنگ زموږ خوا ته نږدې کیږي."

په ورته وخت کې، د اوکراین چارواکو راپور ورکړی چې د خارکیف په سیمه کې د روسیې په نورو بریدونو کې ۱۱ کسان چې دوه یې ماشومان دي، ټپیان شوي او په کیف کې یو کس ټپي شوی دی.