روسیې او اوزبیکستان د افغانستان پولې ته نږدې د «همکارلیک–۲۰۲۶» په نوم ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي او د دواړو هېوادونو ځواکونه په سرحدي سیمو کې د فرضي ناقانونه وسلهوالو ډلو پر وړاندې د ګډو عملیاتو تمرین کوي.
د میلیتارني وېبپاڼې د راپور له مخې، د اوزبیکستان دفاع وزارت د اکتوبر پر شلمه د دغو تمرینونو د پیل اعلان کړی دی. تمرینونه د دغه هېواد په سویلي سرخاندریا ولایت کې، د ترمذ په پوځي روزنیز مرکز کې ترسره کېږي او د اکتوبر تر ۲۷مې به دوام وکړي.
په تمرینونو کې د ګډون لپاره، په تاجیکستان کې د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې ځواکونه اوزبیکستان ته رسېدلي دي. دغو ځواکونو د دواړو هېوادونو پر غرنیو لارو له درې سوه کیلومترو ډېر واټن وهلی دی.
د روسیې دفاع وزارت د دې پوځي کاروان د لېږد ویډیو خپره کړې ده. په کاروان کې زغرهوال سرتېريلېږدوونکي موټر، پوځي لارۍ او نور ځانګړي وسایط شامل وو.
د تمرینونو د سناریو له مخې، روسي او ازبک ځواکونه به په سرحدي سیمو کې د فرضي مخالفو وسلهوالو کوچنۍ ډلې کشف او پر وړاندې یې ګډ عملیات ترسره کړي. په دغو فعالیتونو کې غرني او بریدګر قطعات، کشفي او بریدګرې بېپیلوټه الوتکې، بېچلوونکي ځمکني وسایط او «اېمآی–۲۴» جنګي چورلکې برخه اخلي.
د اوزبیکستان دفاع وزارت ددې تمرینونو د پرانیستنې د مراسمو انځورونه هم خپاره کړي دي. په مراسمو کې د دواړو هېوادونو سرتېرو ګډ رسمګذشت کړی او د پوځي موسیقۍ ډلو د دواړو هېوادونو ملي سرودونه غږولي دي.
دا تمرینونه د مسکو او تاشکند د پوځي همکاریو د پراختیا په لړ کې ترسره کېږي. د دواړو هېوادونو دفاع وزارتونو د ۲۰۲۶ تر ۲۰۳۰ کلونو لپاره د همکاریو پر یوه پلان هم هوکړه کړې ده. روسیې او اوزبیکستان د ۲۰۲۵ کال په جولای کې هم د ترمذ په همدې روزنیز ډګر کې ګډ تمرینونه ترسره کړي وو.