د اوربند د اعلان سره سره پر اوکراین د روسیې بریدونه

اوکراین د چهارشنبې په ورځ روسیه تورنه کړه چې د کییف له خوا په وړاندیز شوی اوربند یې عمل ندی کړی. اوکرایني چارواکو ویلي چې روسیې لسګونه هوایي او د بې پیلوټه الوتکو یا ډرون حملې کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي دا د مسکو له خوا د سولې "روښانه ردول" وبلل.

زېلېنسکي د اوکراین له خوا اوربند چې د مې له ۶ نېټې پیل کېده، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا د اوربند په ځواب کې وړاندې کړی و، چې ټاکل شوې وه د مې له ۸ تر ۹ پورې په روسیې کې د دوهمې نړیوالې جګړې د بریا له مراسمو سره هممهاله اوسي.

زېلېنسکي تائید نکړه چې آیا روسیې د اوکراین وړاندیز منلی که نه خو زیاته یې کړه چې مسکو د چهارشنبې تر غرمې پورې د اوربند ۱۸۲۰ سرغړونې کړې دي.

اوکرایني چارواکو د شمال ختیځ په سومي نومي سیمه کې وویل چې دوه کسان د روسیې په جلا جلا ډرون بریدونو کې ووژل شول چې یو برید پر ملکي موټر او بل یې پر یو وړکتون شوی و چې هلته ماشومان نه وو.

چارواکو وویل، په لویو ښارونو لکه خارکیف، کریفي ریح او زاپورېژیا کې چې د سې شنبې د ورځې یوه برید ۱۲ کسان ووژل ، د نیمې شپې وروسته په هوايي بریدونو کې شخصي ودانۍ، بنسټیز تاسیسات او صنعتي ځایونه زیانمن شوي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها په ایکس پاڼې کې وویل: "دا بریدونه په ډاګه کوي چې روسیه سوله ردوي او د مې ۹ لپاره یې د اوربند جعلي غوښتنې له ډیپلوماسۍ او سولې سره هېڅ تړاو نه لري."

هغه زیاته کړه: "پوتین یوازې پوځي پریډونو ته پاملرنه لري، نه د انسانانو ژوند ته."

روسیه وایي په دې اوونۍ کې په مسکو کې خپل کلنی پوځي رسم ګذشت په محدود ډول کوي ځکه چې د اوکرایني بریدونو ګواښ زیات شوی دی د دوشنبې په ورځ، د روسیې د دفاع وزارت خبرداری ورکړی و چې که د بریا د لمانځنې پر مهال اوکراین بریدونه وکړي، نو دوی به د اوکراین پر پلازمېنه کییف "لوی توغندیز برید" ترسره کړي.

زېلېنسکي هم خبرداري خپاره کړي. هغه د چهارشنبې په ورځ وویل چې چارواکي به د ورځې په وروستیو کې د روسیې د بریدونو په ځواب کې "راتلونکې کړنې" وټاکي. هغه مخکې ویلي وو چې که اوربند مات شي، کییف به "متقابل" اقدام وکړي.