اوکراینۍ چارواکي وايي چې د سهشنبې په ورځ [اګست ۱۸مه] د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف سیمه کې پر یوه کلي د روسیې د توغندیو په برید کې ۱۰ کسان وژل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلنسکي په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي: "روسانو د خارکیف په سیمه کې په یو ډک څلورلارې کې یو وحشیانه برید وکړ. دا یو داسې ځای دی چې پُستي مرکز او دوکانونه لري او چارچاپېره یې یوازې د استوګنې ودانۍ دي."
ولودمیر زېلنسکي ژمنه کړې چې دوي به د روسیې دغه برید ته پرېکنده ځواب ورکړي.
د اولېه سینیهوبوف د حوزې ښارول هم په ټېلګرام کې یو پیغام خپور کړی او ویلي چې په برید کې ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.
د دغه برید په اړه له روسیې څخه سمدستي کومه رسمي تبصره نه ده شوې.
د یو جلا خبر له مخې، د روسيې یوه خبري اژانس د هغه هېواد د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړی چې روسي ځواکونو د اوکراین په دونتسک سیمه کې دوه سیمې نیولې دي.
د برېټانیا لومړي وزیر انډي برنهم د سه شنبې په ورځ ویلي چې هېواد به يي د روسیې پر وړاندې د اوکراین له جګړې نه "سل په سلو" کې ملاتړ وکړي.
دغه څرګندونې تر هغه وروسته شوې چې مسکو لندن ته د هغو راپورونو له امله د عواقبو خبرداری ورکړ چې برېټانیا کې جوړې شوې بې پېلوټه الوتکې د روسیې پر خاوره په بریدونو کې کارول شوې دي.