د هندي سینما مشهور ستوري سلمان خان په دې وروستیو کې په یو تلوېزیوني پروګرام کې ویلي چې نه غواړي د ژوند په اړه یې فلم جوړ شي.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې نه غواړي د شخصي ژوند جزئیات یې عام شي او زیاته یې کړه: «زه به خپل ژوند له ځان سره قبر ته یوسم.»
په تېره یوه لسیزه کې د هند په سینما کې ګڼ داسې کامیاب فلمونه جوړ شوي چې د مشهورو شخصیتونو د ژوند کیسې بیانوي، لکه د «سنجو» فلم چې د سنجي دت د ژوند پر بنسټ جوړ شوی دی.
همدارنګه د هند د ورزش، سیاست او تاریخ د مشهورو شخصیتونو په اړه نور مستند ډوله فلمونه هم تولید شوي دي چې ښه بازار یې موندلی او د پام وړ عواید یې ترلاسه کړي دي.
په دې لړۍ کې د «ایم ایس دهوني»، «دنګل»، «بهاګ میلکه بهاګ»، «نیرجا»، «مانجي»، «سردار اودهم»، «بګت سنګ»، «کاغذ»، «منګل پانډې» او نورو فلمونو یادونه کېدای شي.
دا لومړی ځل نه دی چې سلمان خان د خپل ژوند په اړه د فلم جوړولو وړاندیز رد کړی دی. هغه په ۲۰۱۷ کال کې هم ویلي وو چې د خپل ژوند په اړه د کتاب لیکلو کوم پلان نه لري.
د هند د سینما دغه مشهور لوبغاړي هغه مهال ویلي وو چې د خپل تېر ژوند مستند کول به یې دردناکې خاطرې بېرته راژوندۍ او پخواني زخمونه تازه کړي. سلمان خان ویلي: «زه به خپله کیسه له ځان سره قبر ته یوسم، که نه نو ډېر قبرونه به پرانیستل شي.»
ټاکل شوې ده چې سلمان خان سږ کال په یو نوی حماسي فلم «ماتر وبومي: ښايي جګړه په ارامه ویده شي» کې راڅرګند شي. د دغه فلم کیسه د هندي او چینايي ځواکونو ترمنځ پر یوې شخړې راڅرخي.