سعودي، ترکیې او پاکستان دفاعي هوکړه لاسلیک کړه

د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان مشرانو د جمعې په ورځ اګست اومه د مکې په ښار کې د مشترکې دفاع هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دا هوکړه چې د سعودي عربستان د شهزاده محمد بن سلمان، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف ترمنځ لاسلیک شوه پکې ویل شوي چې پر یوه هیواد برید پر ټولو د برید په معنی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د ترکیې د ولسمشرۍ د اړیکو ریاست په خپلو اعلامیو کې ویلي د دې هوکړې موخه د هر ډول یرغل پر وړاندې د ډله ییز مخنیوي پیاوړي کول دي.

ددغو دریو هیوادونو په مشترکه اعلامیه کې راغلي:"د مکې د مشترکې دفاع هوکړه، د ډله مخنیوي د تقویت، د مرستې او مشترک امنیت د زیاتیدو، په سیمه او تر هغه هاخوا د امنیت او ثبات په هدف لاسلیک شوېده."

په دې هوکړه کې چې د “مکې د مشترکې دفاع هوکړه لیک” نومیږي د دریو هیوادونو د پوځي ژمنو جزئیات نه دي خپاره شوي، خو یوه ترکي چارواکي ویلي چې دا هوکړه دفاعي ماهیت لري او غړي هیوادونه یوازې د برید په صورت کې د متقابلې دفاعي ملاتړ لپاره ژمنه کړېده.

د دغه چارواکي په وینا، دا هوکړه د کوم ځانګړي هېواد یا اړخ پر وړاندې نه ده او په سیمه کې نور هېوادونه هم کولی شي پکې ګډون وکړي، او دا هوکړه به موجوده دوه اړخیزو او څو اړخیز تړونونه ځای ناستې نشي.

د سعودعي عربستان دولتي خبري آژانس لیکلي دي چې دا هوکړه د دریو هیوادونو ګډې ژمنې منعکس کوي چې د یو خوندي او پرمختللي راتلونکي په لټه کې، خپل ډله ییز امنیت نور هم پیاوړی کړي او په سیمه او له هغې هاخوا کې سوله، امنیت او ثبات ته وده ورکړي.

د خلیج د څیړنو مرکز مشر عبدالعزیز بن صقر وايي چې په اوسنیو شرایطو کې د دریو هیوادونو ترمنځ دا هوکړه ځانګړی سیاسي اهمیت لري او د امنیتي مسایلو په اړه د لا زیاتې همغږۍ لپاره د سیمه ییزو ځواکونو مخ پر ودې هیله منعکسوي.

د هغه په وینا، که دا درې اړخیزه چوکاټ په عملي او بنسټیزې همکارۍ بدل شي، نو دا کولی شي د دریو هیوادونو دپلوماتیک او دفاعي وزن لوړ کړي او د داسې امنیتي جوړښت په رامنځته کولو کې مرسته وکړي چې ډېر په سیمه ییزو دولتونو تکیه ولري.