په داسې حال کې دي چې د امریکا پر مشرۍ د موقتي اوربند د رامنځ ته کیدو له خبرو دمخه د سعودي عربستان جت الوتکې د حوثي یاغیانو په مرچلو بریدونه کوي، دا هیواد وایي چې د سعودي په سرحدي ښارونو باندې د حوټي یاغیانو د هاوانو د بریدونو د مخنیوي لپاره د ځمکنیو عملیاتو په گډون ټولې لارې پرانستې دي.
د یمن په سرحدي ښار سعده او مایدي بندر کې د حوټي یاغیانو پر مرچلو باندې د سعودي عربستان د سختو هوایي بمباریو سره سره دغه ډله د سعودي عربستان په سرحدي ښارونو باندې د هاوان بریدونو ته دوام ورکوي.
د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هیوادونو ائتلاف په یمن کې د ځمکنیو عملیاتو په اړه اندیښمن دي. د یمن روزل شوې گوریلایي اردو او د هغه هیواد غرنۍ جغرافیه دا ډول عملیات له ستونزو سره مخامخ کولای شي.
په دې ترڅ کې د امریکا متحده ایالات په یمن کې د هوایي بریدونو د بندیدو لپاره په سعودي عربستان باندې د فشاراچولو په موخه هڅې زیاتې کړي دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په دې موخه نن پنجشنبې ریاض ته ولاړ او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د نوي وزیر عادل الجُبیر سره یې ولیدل.
ښاغلي کېري تیره ورځ د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سره په گډ خبري کنفرانس کې په سیمه کې په جگړه کې د ښکیلو خواو څخه وغوښتل چې بشري قوانینو ته درناوی وکړي او په عملیاتو کې د ملکي وگړو ژوند ته پاملرنه وکړي.
ایران تل په یمن کې د حوثي یاغیانو پر مرچلو باندې د سعودي عربستان په مشرۍ هوایي بریدونه غندلي او د لویدیځ او عربي نړۍ له لورې هغه تورونه یې رد کړي چې گواکې ایران حوثي تمویل او په وسلو سمبالوي.
ښاغلي کېري سعودي ته د سفر په ترڅ کې په ریاض کې د یمن د فراري جمهور رئیس عبد ربه منصور هادي سره ولیدل او خپلې خبرې یې "گټورې" وگڼلې.
د یو بل خبر له مخې، ښاغلي کېرې سعودي عربستان ته د سفر په ترڅ کې د پادشاه سلمان بن عبدالعزیز او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن نایف سره هم ملاقات وکړ.