د عراق او سعودي تر منځ تر ۳۰ کالونو وروسته پوله پرانیستل شوه

سعودي عربستان په ۲۰۱۹ کال کې په بغداد کې خپله قونسلګرۍ پرانیستله.

د عراق او سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارتونو جګپوړي چارواکي نن د چارشنبې په ورځ، نومبر ۱۸ (لړم۲۸) د عرعر پولې ته تللي و چې د دواړو هیوادونو تر منځ د تګ راتګ دغه پوله پرانیزي.

عراق او سعودي عربستان دا سرحدي لار پداسې حال کې پرانیزي چې ها خوا د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري هم پراخه شوې. د سوداګرۍ دا پراختیا ښایي په سیمه کې د سعودي عربستان د رقیب هیواد، ایران لپاره د خوښۍ خبر نه وي.

د ۲۰۰۸ کال راپدیخوا چې په عراق کې د صدام حسین حکومت ړنګ شوی او چارې تر ډیره حده د شعیه ګانو لاسته ورغلي، ایران د دې هیواد سره نږدې اړیکې پالي.

سعودي عربستان په ۱۹۹۰ کال کې وروسته تر هغه د عرعر پوله وتړله چې د عراق پخواني دیکتاتور صدام حسین په کویټ یرغل وکړ. اوس به دا پوله د سوداګري اموالو او د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستې وي.

د سعودي او عراق اړیکې د هماغې نیټې راپدیخوا ډیرې خوندورې نه وې خو د عراق اوسنی صدراعظم مصطفی الخادمي د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره نږدې ملګرتیا لري. کله چې ښاغلی خادمې د همدې کال د مې په میاشت کې صدراعظم وټاکل شو، ټاکل شوې وه خپل رسمي سفر یې ریاض ته وکړي خو دا چې د سعودي باچا سلمان ناروغ او په روغتون کې بستر و، دا سفر هم لغوه شو.

د صدراعظم خادمي تر څنګ ګڼ شمیر عراقي وزیرانو څو ځله د سعودي عربستان پایتخت ریاض ته تللي او د خپلو انډولانو سره کتلي. د سعودي یو جګپوړی هیات هم تیره اوونۍ بغداد ته تللی و.

د سعودي او عراق چارواکي همدرانګه کوښښ کوي د الجمیما په نامه یوه بله سرحدي لار هم پرانیزي چې د عراق جنوبي برخه د سعودي عربستان سره نښلوي.