د سعودي د سمندري دفاعي ائتلاف له طرحې د ۱۴ هېوادونو ملاتړ

د سعودي عربستان د دفاع وزارت وايي، ۱۴ هېوادونو د دغه هېواد له هغې طرحې ملاتړ کړی چې موخه یې د نړیوالو سمندري لارو او نړیوالې سوداګرۍ د خوندي کولو لپاره له «څو هېوادونو څخه جوړ د سمندري دفاعي ائتلاف» دي.

د سعودي عربستان ترڅنګ، کویټ، بحرین، قطر، پاکستان، ترکیه، مصر، اردن، یمن، بنګله‌دېش، نایجریا، سودان، جیبوتي او سومالیا د دې ائتلاف له جوړېدو ملاتړ کړی دی.

د سعودي د دفاع وزارت وايي، د دې طرحې په اړه په غونډه کې د ۴۳ هېوادونو د وسله‌والو ځواکونو مشرانو او نورو استازو په حضوري یا مجازي بڼه ګډون کړی و. د اروپايي ټولنې یوه پلاوي هم په غونډه کې ګډون درلود.

په دې غونډې کې پر سوداګریزو بېړیو، د انرژۍ پر لېږدوونکو کښتیو او سمندري زیربناوو د بریدونو، او همداراز د دغو بریدونو له امله د کښتۍ چلونې، نړیوالو اکمالاتي ځنځیرونو او د نړیوال اقتصاد پر خطرونو خبرې شوې دي.

د سعودي د دفاع وزارت وايي، هوکړه شوې چې سعودي عربستان به د دې ائتلاف بنسټ‌ګر او مشر هېواد وي او مرکزي دفتر به یې هم په دغه هېواد کې وي.

د وزارت په وینا، دا به یو پرانیستی نړیوال دفاعي ائتلاف وي او هغه هېوادونه ورسره یوځای کېدای شي چې د ائتلاف له موخو او اصولو سره موافق وي.

په وروستیو کلونو کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو څو ځله په سره سمندرګي او باب‌المندب کې پر بېړیو بریدونه کړي دي. حوثیانو په دې وروستیو کې د سعودي عربستان پر ضد د «سمندري محاصرې» ادعا هم کړې او د دغه هېواد دوه نفت‌لېږدونکې بېړۍ یې په نښه کړې دي.

اروپايي ټولنې هم د حوثیانو له پراخو بریدونو وروسته د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې په سره سمندر ګي کې یو سمندري ماموریت پیل کړی و.