د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزیر شیخ عبداللطیف بن عبدالعزیز آل شیخ، د هیواد ټولو جوماتونو ته لارښوونه کړې چې د جوماتونو متولیان باید د جومات څخه بهر لوډسپیکرونه یوازې د اذان او اقامه لپاره وکاروي.
ددغې لارښوونې له مخې د لوډسپکرونو غږ باید د لوډسپکرونو د دستګاه د ظرفیت د یو له دریو برخو نه اوچت نشي. د عربستان د اسلامي چارو وزارت خبرداری ورکړی هر هغه څوک چې له دغو مقرراتو سرغړونه وکړي د انضباطي تدابیرو سره به مخامخ شي. خو د سرغړونکو د سزا په اړه اشاره نده شوې.
دغه اقدام وروسته له هغې وشو چې یو شمیر جوماتونو د جومات دننه لوډسپکرونو څخه د استفادې برسیره د جومات بهر لوډسبکرونه نصب کړي وو او د لمونځ پر وخت جومات ته څیرمه کورونو کې د ناروغانو، زړو خلکو او ماشومانو د اذار کیدو سبب شوي وو.
د عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت پر فقهي اصولو باندې په استناد سره لیکلي دي: "نه نورو ته اذار ورسوئ او نه دې نور تاسو اذار کړي."
پدغه لارښونه کې راغلي چې د لوډسپکرونو څخه د ګټې اخیستلو دلیل دادی چې یوازې دننه په جومات کې لمونځ کوونکي د ملا امام غږ واوري او اړینه نده چې د لمونځ د اداکولو پر وخت د امام غږ جومات ته نژدې کورونو کې واوریدل شي.
همداشان دغه وزارت استدلال کړی کله چې د قرآن د ایاتونو د تلاوت غږ د جومات نه بهیر لوډسپکرونو له لارې خپریږي، خو څوک ورته غوږ نه نیسي، قرآن ته بې احترامي ده.
د عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت په دغه لارښونه کې د هیواد د علماو د عالي شورا په ګډون د یو شمیر متنفذو دیني عالمانو فتواو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې لوډسپکرونه د اذان او اقامه پرته باید استعمال نشي.