د بې ځایه کیدلو کړکېچ افغان ماشومان د لوږې او ګواښونو سره مخ کړي – راپور

د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره (سیف د چلډرن) وايي، په افغانستان کې بې‌ځایه کېدلو د ماشومانو لوږه زیاته کړې، روغتیا او زده‌کړې یې اغېزمنې کړې او د تاوتریخوالي او خوندیتوب نورو اړوندو ګواښونو سره یې مخ کړي دي.

د دغې ادارې په یوه تازه راپور کې، چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې له څه باندې ۸۰۰ ماشومانو او د هغوی له پالونکو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی، راغلي چې له نیمایي زیاتو ماشومانو ویلي، له خپلو اصلي مېنو تر کډه کېدو وروسته یې د خوړو اندازه کمه شوې ده.

د راپور له مخې، ۴۱ سلنه ماشومانو ویلي چې روغتیايي وضعیت یې خراب شوی او پالونکو یې د زده‌کړو په برخه کې د لاسرسي د ۳۳ سلنې کمېدو خبر ورکړی دی.

راپور زیاتوي چې له هرو لسو ماشومانو څخه یو د لږو مرستو د ترلاسه کولو خبره کړې، په داسې حال کې چې له لسو څخه نهو ماشومانو د خوړو مرستې ته اړتیا ښودلې ده.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۶ میلیونه او ۶۷۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې دې حالت د بېوزلۍ او خوړو د کمښت له ستونزو سره د مخو کورنیو او ټولنو فشار لا زیات کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې اقتصادي ستونزې د بې‌ځایه کېدو تر ټولو لوی لامل دی. نږدې نیمايي ماشومانو ویلي، کورنۍ یې د کار او عاید د نشتوالي له امله کډه شوې دي، په داسې حال کې چې یو پر درېیمه برخه یې د خوړو کمښت د کډوالۍ لامل بللی دی.

دغه راز، له لسو ماشومانو څخه نږدې اووه په تېرو دریو کلونو کې له دوو یا زیاتو بحرانونو سره مخ شوي، چې وچکالي، سېلابونه، زلزلې او جګړې پکې شاملې دي.

د راپور له مخې، ۱۱ سلنه ماشومانو د ماشومانو د کار، فزیکي او لفظي تاوتریخوالي او کم عمره ودونو په ګډون لږ تر لږه د خوندیتوب اړوند یو ګواښ سره د مخ کېدو خبره کړې ده.

د ماشومانو پالونکو ویلي چې نجونې د بې‌ځایه کېدو پر مهال او نوي مېشت ځایونو ته تر رسېدو وروسته له ځانګړو خطرونو سره مخ دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې مشر، اشیش ډاملي، وايي، د یوې نوې مېنې موندل د ماشومانو د خوندیتوب په معنا نه دي، ځکه اکثره کورنۍ لا هم د خوړو، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو د برابرولو له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي د ماشومانو د ساتنې او اساسي خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي لپاره د دوامداره بشري مرستو او مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره (سیف د چلډرن) وايي، له ۱۹۷۶ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي او اوس مهال په نهو ولایتونو کې پروګرامونه لري او د همکارو ادارو له لارې په نورو ۱۱ ولایتونو کې هم خدمات وړاندې کوي.