د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومنداني (سنټکام) وايي چې د دوشنبې په ورځ (مۍ۲۵) یې د ایران میزایل توغوونې دستګاه او ماین اېښودونکې کښتۍ يې په نښه کړې دي.
د مرکزي قومندانۍ ویاند ټیم هاګینس امریکا غږ ته وویل: «د متحدو ایالتونو پوځ نن د ایران په جنوب کې د ایراني ځواکونو له لوري د ورپېښو ګواښونو په ځواب کې زموږ د سرتېرو د حفاظت لپاره د ځاني دفاع بریدونه وکړل. په هغو هدفونو کې چې وېشتل شوي د ایران د میزایل توغونې دستګاوې او هغه کښتۍ شامل دي چې د ماین اېښودلو هڅه یې کوله.»
سنټکام ویلي دي چې د اوربند په مهال به هم د خپلو ځواکونو حفاظت روان ساتي.
د امریکا رسنیو د راپورونو په اساس، د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو دوو کښتیو د هرمز په تنګي کې په ماین اېښودلو بوختې وې، چې وپېژندل شوې او له منځه یوړل شوې.
راپورونه وايي چې په بندر عباس کې د میزایل توغوونې یوه دستګاه، چې د امریکا په جنګي الوتکو یې ډزې کولې، په نښه شوې ده.
د دواړو خواو ترمنځ له اوربند وروسته، چې متحدو ایالتونو د ایران په قلمرو او پوځ باندې برید تاید کړی و، د مۍ اومه نېټه وه، هغه وخت سنټکام ویلي وو چې د ایران په جنوب کې یې دفاعي بریدونه کړي دي.