د روسیې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې" د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پریکړې له مخې د مې اتمه او نهه له اوکرایین سره اوربند کوي". که څه هم د روسیې او اوکراین تر منځ لنډمهال اوربندونه کومه نوې خبره نه ده، خو اوکراین تل د لنډ مهاله اوربند پر ځای د اوږدمهاله سولې ملاتړی دی او پدې تړاو هڅو ته د شک په سترګه ګوري.
دا ځکه چې روسیه په مې میاشت کې په دویمه نړیواله جګړه کې خپله بریا لمانځي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي په ځواب کې ویلي چې اوربند دې تر دې مخکې، د مې د پنځمې او شپږمې شپې څخه پیل شي.
زیلینسکي د ایکس پر ټولنیزې شبکې ویلي : «اوس وخت دی چې د روسیې مشران د خپلې جګړې د پای ته رسولو لپاره رښتیني ګامونه واخلي، په ځانګړي ډول چې د روسیې د دفاع وزارت باور لري چې پرته له دې چې اوکراین رضایت ورکړي، په مسکو کې پوځي رسم ګذشت نشي ترسره کېدای.»
روسیه د مې په نهمه نېټه د دویمې نړیوالې جګړې بریا لمانځي، چې دا په هغه هیواد کې د ملي رخصتۍ مهمه ورځ هم ده.
په دودیز ډول، روسیه پوځي رسم ګذشت کوي، خو وایي چې سږ کال به په دې لمانځنه کې هغه پوځي وسایل ونه ښودل شي چې په تېرو کلونو کې به نندارې ته وړاندې کېدل، ځکه چې د اوکراین له لوري د زیاتېدونکو «ترهګریزو» فعالیتونو ګواښ شته.
اوکراین په وروستیو کې د روسیې په ژورو سیمو کې پر اهدافو د اوږده واټن بېپیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي دي.
د روسیې د دفاع وزارت په ټیلیګرام کې په یوه پیغام کې ویلي چې د مسکو ځواکونه به د لمانځنو د خوندیتوب لپاره ټول اقدامات وکړي، او خبرداری یې ورکړی چې د اوکراین هر ډول هڅه چې دا مراسم ګډوډ کړي، د غچ اخیستنې لامل به شي.
روسي چارواکو د سې شنبې په ورځ په مسکو کې د رسم ګذشت نه مخکې د موبایل انټرنېټې اړیکې هم بندې کړې دي.
په ورته وخت کې پر اوکراین د روسیې وروستیو بریدونو هم شدت نیولی و. زیلینسکي دغو بریدونو ته په اشارې ویلي چې د روسیې له خوا د شپې پر مهال په بریدونو کې، چې زیاتره یې د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو متمرکز وو، پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.