پنجشېر کې طالبانو په خپل منځ کې نښته کړې او پنځه کسان ټپیان شوي ـ سرچینه

طالبان - پنجشیر

په پنجشېر کې یو شمېر سیمه ییزې سرچینې وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د طالبانو حکومت اړوندو دوو وسله والو ډلو ترمنځ د نښتې له امله د پنجشېر لپاره د طالبانو د محکمې د رئیس په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

یوې سرچینې د امنیتي ګواښونو په وجه د نوم د نه خپرېدو په شرط د یکشنبې په ورځ اپرېل دوهمه (وري ۱۳) امریکاغږ ته وویل چې دغه نښته تېره شپه ۹:۵۰ شوې چې شاوخوا یو ساعت یې دوام وکړ.

سرچینې زیاته کړه چې نښته وروسته تر هغه پیل شوه چې د پنجشېر لپاره د طالبانو د محکمې رئیس د نظامي کمېسیون لخوا د پنجشېر د اوسېدونکو او په ځانګړي ډول د ملکي ادارو کار کوونکو د تلیفونونو د راټولولو او چیک کولو سره مخالفت وکړ.

په پنجشېر کې د طالبانو اړوندو د بشري حقونو سرغړونو د ویډیو تر خپرېدو وروسته، د طالبانو حکومت نظامي کمېسیون په دغه ولایت کې د کمره لرونکي تلیفون پر کارولو بندیز ولګوه او همدارنګه یې پرېکړه وکړه چې د دولتي ادارو د کار کوونکو تلیفونونه دي تل چیک شي.

د دغې سرچینې په وینا په نښته کې د پنجشېر لپاره د طالبانو د محکمې مشر عبدالله سدید، په پښه ټپي شوی دی او د درملنې لپاره ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوی دی.

طالب چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي او د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق هم د دغه راپور تر خپرېدو پوري په دې اړه له جزئیاتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.

پر همدې مهال د پنجشېر ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د پسرلي په رارسېدو او هوا په ګرمېدو سره د طالبانو تازه دم سرتیري دغه ولایت ته رسېدلي او په بېلابیلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.