د شانګهای سرمشریزه: افغانستان کې د ستونزو یوازینی حل د ټولشموله حکومت جوړول دي

د شانګهاي د همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ سرمشریزه چې د قرغیزستان په مرکز بېشکیک کې جوړه شوې وه، د سه شنبې په ورځ [سپټمبر لومړۍ] د یوې اعلامیې په خپرولو سره پاي ته ورسېده.

د ۲۰۲۶ کال سرمشریزه "د پایښت لرونکې سولې، پراختیا او سوکالۍ لپاره" د غړو هېوادونو پر یوالي متمرکزه وه.

د اعلامیې په یوې برخې کې غړو هېوادونو ټینګار کړی چې په افغانستان کې دې د ټولو قومونو او سیاسي ډلو په غړیتوب یو حکومت جوړ شي.

اعلامیه زیاتوي چې د یو ټولشموله حکومت جوړول په افغانستان کې "د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو یوازینۍ لار ده".

د شانګهای د همکارۍ سازمان یو امنیتي جوړښت دی چې د شپږ هېوادونو په نوښت جوړ شو او اوس پکې لس دایمي او ۱۶ ناظر هېوادونه غړیتوب لري.

افغانستان په ۲۰۱۲ کال د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ناظر په توګه ومنل شو خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې غړیتوب وځنډول شو.

په سږنۍ غونډه افغان استازي بلل شوي نه وو خو د سیمې یو شمېر مشرانو د افغانستان پر امنیت او ثبات خبرې کړې دي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي چې په افغانستان کې وضعیت ته له پاملرنې پرته به په اسیا کې د تلپاتې ثبات ترلاسه کول ستونزمن وي.

مودي ټینګار کړی چې نوی ډهلی به د افغانستان له خلکو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.

د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرزیایف په افغانستان کې د سولې او ثبات ساتنه د سیمې د امنیت او پراختیا لپاره اړینه بللې ده. میرزیایف افغانستان ته په اشارې د غونډې برخه والو ته ویلي چې سیمه یو "پرمختللي ګاونډي هیواد ته اړتیا لرو چې په رغنده سیمه ییزو پروسو کې شامل وي."

د اوزبیکستان ولسمشر زیاته کړې: "هغه وخت راغلی چې د شانګهای د همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ منظمې خبرې اترې بیا پیل شي ترڅو د امنیت او اقتصادي همکارۍ اړوند پراخو مسایلو په اړه بحث او بیاکتنه وشي."

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېریش ددې غونډې په څنډه کې د کوربه هېواد قرغیزستان، اوزبیکستان او تاجیکستان له رهبرانو سره کتلي دي.

ملګرو ملتونو لیکلي چې ګوتېرېش د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان پر حالاتو غږېدلی دی. په بیان کې د خبرواترو جزئیات خپاره شوي نه دي. تاجیکستان له افغانستان سره ګډه پوله لري او په دې وروستیو کې یې د خپلو سرحدونو د خوندیتوب لپاره یو لړ اقدامات کړي دي.

په قرغیزستان کې د شانګهاي د همکارۍ سازمان د سرمشریزې له پای ته رسېدو وروسته، پاکستان د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ کالونو لپاره د سرمشریزې نوبتي مشري په غاړه واخیسته.