د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر منحل شو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانګړي مفتش دفتر(سیګار) د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۳۱ د یوې خپلواکې ادارې په توګه منحل کیږي او نږدې ۱۷ کلن ماموریت یې پای ته رسیږي.

سیګار په ۲۰۰۸ کال کې د متحدو ایالتونو د کانګرس لخوا د دې لپاره جوړه شو چې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۱ پورې په پوځي، پرمختیایي او بشري پروګرامونو کې د لګول شویو میلیاردونو دالرو د پلټنې او تفتیش په ګډون په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې هڅو خپلواکه څارنه ترسره کړي.

دې ادارې د خپل کار په مودې کې د ضایع شویو پیسو، درغلیو او ناوړه ګټې اخیستنې مهمې پېښې مستندې کړې، او اټکل یې کړی چې لسګونه ملیارد ډالر له لاسه تللي یا په ناسم ډول مدیریت شوي دي.

سیګار په افغانستان کې د متحدو ایالتونو لخوا د تمویل شویو پروګرامونو او فعالیتونو په اړه خپل وروستۍ راپور د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په درېیمه خپور کړ.

د سیګار د وروستي راپور په اساس، د متحدو ایالتونو کانګرس "له ۲۰۰۲ څخه د ۲۰۲۱ کال تر نیمایي پورې، شاوخوا ۱۴۴.۷ میلیارد ډالر د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړې کړې وې".

د دې راپور په اساس "دې ماموریت افغانستان ته د ثبات او ډیموکراسۍ راوستلو ژمنه کړې وه، خو په پای کې یې نه ثبات راوست او نه یې ډیموکراسي".

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانګړي مفتش دفتر د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۸) د اېکس په ټولنیزې شبکې کې د خپل ماموریت د پای ته رسېدو خبر ورکړ او له ټولو هغو کسانو څخه یې مننه کړې چې د دې ادارې په وینا د سیګار په هڅو کې یې ورسره مرسته کړې.

سیګار ویلي چې خپله وېبپاڼه او ډیجیټلي محتویات یې د متحدو ایالتونو د فدرالي حکومت د وېبپاڼو ارشیف (CyberCemetery) ته سپارلي دي.