ټرمپ: زما د کار له پیله ۱.۲ میلیونه مجرمین نیول شوي دي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د هغه د جمهوري ریاست د دویمې دورې له پیل څخه تر اوسه پورې د قانون پلي کوونکو په ټوله امریکا کې ۱.۲ میلیونه مجرمین نیولي دي.

ولسمشر ټرمپ چې د جمعې په ورځ (اګست ۱۴) د نیویارک ایالت په لانګ آیلند کې د پولیسو په یوې آکاډمي کې د وینا پرمهال وویل چې متحدو ایالتونو د ګڼو مجرمانو په نیول ګیدو سربیره یې فدرالي جنایي تحقیقات ۵۰ سلنه زیات کړي دي.

ډونالډ ټرمپ وویل، دده په حکومت کې اف بي آی د تاوتریخجنو مجرمینو نیول، کابو دوه برابره زیات کړي دي او تر اوسه پورې له لسو څخه نهه هغه کسان نیول شوي دي چې د اف بي ای له خوا یې د نیول کیدو هڅه کیده.

ولسمشر ټرمپ وویل:" موږ نن دلته د هغه تاریخي پرمختګ د لمانځلو لپاره راټول شوي یو چې زموږ حکومت یې په ټول هیواد کې د قانون پلي کوونکو شریکانو سره یوځای په امریکا کې د قانون او نظم د بیا رغولو لپاره ترسره کوي."

ولسمشر ټرمپ وویل، د هغه د کار د پیل څخه یو کال مخکې په پرتله، تېر کال نه یوازې د وژنو په شمیر کې ۳۱۰۰ مورده کم شول بلکې د جنسي تیري پیښې هم ۱۰ زره ټیټې شوې او له تاوتریخوالو څخه د ډکو جرمونو په پيښو کې یو اعشاریه یو میلیون کموالی راغی.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د فدرالي تحقیقاتو ادارې اف بي ای یوه نوی راپور، په ۲۰۲۵ کال کې د امریکا په تاریخ کې د تاوتریخجنو جرمونو پراخ کموالی ښکاره کوي.

ولسمشر همدارنګه وویل چې متحده ایالات اوس په خپل تاریخ کې تر ټولو غوره سرحدات لري.

د واشنګټن ډي سي په اړه ولسمشر ټرمپ وویل، کله چې دی یو نیم کال مخکې واک ته ورسید، یاد ښار کې وضعیت ډیر بد وو او هره اوونۍ به درې کسان وژل کیدل خو اوس وژنې او جرایم کم شوي دي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې له واشنګټن ډی سي څخه یې پنځه زره مجرمین ایستلي او په یاد ښار کې تاوتریخوالي ۸۱ سلنه کم وي دي. ولسمشر ټرمپ وویل، په واشنګټن کې یوازې دوه سلنه کسانو یو نیوي سلنه جرایم ترسره کول.