د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنټرول مرکز وایې چې په تودو اوبو او صابون د لاسونو پر مينځلو شل ثانیې تېرول د شاوخوا یو میلیون ماشومانو ناروغۍ کمولی شي.
دوه هندي ښځې د دوشنبې په ورځ ( اکتوبر ۱۵) چې د لاسونو پریمنځلو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري د "سوپن" په نامه یو صابوني رنګه قلم معرفي کوي چې ماشومانو ته ساعت تیرۍ برابروي.
د "سوپن" په نامه ددغه رنګه قلم هدف دادی چې ښوونکو، کورنیو او زده کوونکو ته د لاسونو پریمنځلو اهمیت او اړتیا په ګوته کړي.
دا ماشومان هڅوي چې لاسونه په صابون په ښه او منظم ډول پریمنځي او د دغه کار څخه خوند او ګټه واخلي.
Your browser doesn’t support HTML5