ټاکل شوې چې د جنوبي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې له ولسمشر دونالډ ټرمپ سره ملاقات وکړي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي په اړه هڅه وکړي.
د جنوبي افریقا جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د دغه ملاقات هدف د جنوبي افریقا او متحدو ایالتونو ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو بیا تازه کول دي. په همدې اساس، دا ملاقات به په ځانګړي ډول د دوو اړخیزو اقتصادي او تجارتي اړیکو په جوړولو متمرکز وي.»
سپینې ماڼۍ لا د دغه ملاقات په اړه څه نه دي ویلي.
دا ملاقات له هغه وروسته کېږي چې څو ورځې مخکې د جنوبي افریقا ۶۰ سپین پوستو کډوالو په متحدو ایالتونو کې پناه وغوښته.
د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې د جنوبي افریقا سپین پوستي، چې «افریکنز» بلل کېږي،خپل نژاد له کبله له تبعیض سره مخامخ دي.
ولسمشر ټرمپ د مۍ په ۱۲ یو خبري کنفرانس کې د رامافوسا سفر تائید کړ او ويې ویل: «په [جنوبي افریقا] کې ډاروونکې پېښې کېږي او کروندګر وژل کېږي. هغوی سپین پوستي دي، خو که سپین پوستي دي او تور پوستي، ماته فرق نه کوي. مګر سپین پوستي ګروندګر په وحشتناک ډول وژل کېږي او په جنوبي افریقا کې یې ځمکې مصادره کېږي.» خو د جنوبي افریقا مقامات دا ادعا ردوي.
ولسمشر ټرمپ د اکتوبر په اوومه نېټه د «افریکنز» په اړه یو فرمان صادر کړ او له جنوبي افریقا سره یې د متحدو ایالتونو مرستې یې بندې کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جنوبي افریقا سفیر ابراهیم رسول له متحدو ایالتونو څخه واېست او ویې ویل: «نور زموږ په ستر هېواد کې هغه ته ښه راغلاست نه ویل کېږي.»
د جنوبي افریقا ولسمشر رامافوسا او ورسره مل پلاوی د دوشنبې په ورځ واشنګټن ډي سي ته رسېدلي دي.