د لبنان په جنوب کې د اسرائيل د بریدونو دوام

د لبنان په جنوب کې د اسرائيل او د حزب الله د ترهګرې ډلې ترمنځ د نښتو په دوام د اسرائيل پوځ د چهارشنبې په ورځ (مۍ شپږمه) په دغه سیمه کې د ۱۲ ښارګوټو او کلیو اوسېدونکو ته بېړنی خبرداری ورکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپل کورونه پرېږدي.

په دغو سیمو کې د لتیاني سیند شمال ته پرتې ځینې سیمې هم شاملې دي.

د اسرائيلو پوځ ویلي حزب الله د اوربند تړون مات کړی دی. پوځ زیاته کړې چې هغه ملکي وګړي چې د حزب الله د جنګیالیو یا د هغوی د تاسیساتو په شاوخوا کې وي، له خطر سره مخ کېدای شي. د لبنان ملي خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ، خبر ورکړ چې د لبنان په جنوب کې څو هوايي بریدونه شوي.

اسرائيلو پر لبنان هوايي بریدونه وروسته له هغه زیات کړل چې حزب الله د مارچ په دویمه پر اسرائيلو توغندي وتوغول. دا بریدونه درې ورځې وروسته له هغه وشول چې د امریکا او اسرائيلو ترمنځ له ایران سره جګړه پیل شوې وه. له هغې وروسته، اسرائيلو د لبنان جنوب ته خپل ځمکنی عملیات هم پراخ کړل.

د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د مارچ له دویمې راهیسې د اسرائيلو په بریدونو کې څه باندې ۲۶۰۰ کسان وژل شوي او څه باندې یو میلیون خلک بې‌ځایه شوي دي.

اسرائيل وايي، د لبنان په جنوب کې یې ۱۷ سرتېري وژل شوي، او د حزب الله په بریدونو کې دوه ملکي کسان هم وژل شوي دي.

اسرائيل او لبنان د اپرېل په دویمه اونۍ کې پر یوه نازک اوربند سلا شوي وو، چې وروسته تر مې میاشتې پورې وغځول شو، خو دواړو خواو ترمنځ جګړه روانه ده.