افغان میرمنو سره د هسپانیا ملاتړ، نړیواله ټولنه د افغان میرمنو او نجونو پوروړې ده

افغان میرمنې

د هسپانیا صدراعظم پدرو سانچز د پنجشنبې په ورځ د مادرید په ښار کې د سفیرانو په کلني کنفرانس کې وویل چې نړیواله ټولنه افغان ښځو او نجونو ته یو «نا ورکړل شوی پور» په غاړه لري او باید چې خپل دا مسوولیت هېر نه کړي.

سانچز په دې کلنۍ ناسته کې، چې د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو هم پکې ګډون درلود، له افغانستان سره د نړیوالې دوامدارې پاملرنې او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د نړیوال د ملاتړ غوښتنه وکړه.

سانچز د دې کنفرانس په څنډه کې، چې هر کال په هسپانیا کې د مېشتو بهرنیو سفیرانو په ګډون جوړېږي، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د افغان ښځو او نجونو د درناوي لپاره یوه ځانګړې خونه پرانیستله.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، هوزې مانوېل البارس، وویل چې دا خونه هغو افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې شوې ده چې د طالبانو له لوري د لګول شویو سختو محدودیتونو سره سره، لا هم د خپلو حقونو او ازادیو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

د دې کنفرانس له ویناوالو څخه یوه د افغانستان لپاره د ښځو د سازمان مشره، فوزیه کوفي وه چې دا اقدام یې د افغان ښځو د مبارزې لپاره د هسپانیا عملي ملاتړ وباله.

میرمن کوفي وویل چې طالبان د ښځو له حقونو څخه د سیاسي موخو لپاره د معاملې د وسیلې په توګه کار اخلي. هغې د کنفرانس له ګډونوالو وغوښتل چې د افغان ښځو د ازادۍ لپاره ددوي ملاتړ وکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، پر افغان ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه ولګول او هغوی یې له کار، له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو، او له ګڼو ټولنیزو او مدني حقونو او ازادیو څخه محرومې کړې دي.

طالبان د ښځو پر حقونو او ازادیو د خپل سخت دریځ په وړاندې د نړیوالو نیوکو په ځواب کې وایي چې دا سخت دریځ او بندیزونه د افغانستان د خلکو له کلتور او دودونو او د اسلامي شریعت پر بنسټ پلی کیږي او دا د افغانستان کورنۍ موضوع بولي.