په اسپانیا کې د رېل ګاډو د ادارې یو مسؤل ادیف د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۸مه) وویل چې په هسپانیه کې د مادرید او د دغه هېواد د سویلي اندلس سیمې ترمنځ پر غځېدلې کرښه دوه ریل ګاډي له یو بل سره ټکر شوي چې له امله یې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.
دا ټکر نهه میاشتې وروسته له هغه رامنځته شو چې د همدې چلونکې ادارې پورې اړوند د تیز رفتار ریل ګاډو ترمنځ په ورته کرښه کې یوه پیښه وشوه چې ۴۶ کسان یې ووژل.
د ریل ګاډو د تکرهغه پیښه چې د جنوري په میاشت کې د قرطبه ولایت په ادموز کې رامنځته شوې وه په وروستیو کلونو کې د ریل پټلۍ د ساتنې په برخه کې يې د پانګونې په اړه بحثونه راپورته کړي.
د رېل ګادو د چارو ادارې د چهارشنبې په ورځ په اېکس پانې کې په خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې د مادرید اندلسیا د تیز رفتار ریل پټلۍ پر کرښه تګ راتګ د ټکر له امله ځنډول شوی دی.
د کاستیلیا لا مانچا سیمې یو سیمه ییز ویاند وویل چې د پېښې لامل او د ټپیانو کره شمېر لا هم معلوم نه دی او په اړه یې پلټنې روانې دي .
د سیمه ییز حکومت یوې سرچینې تائید کړی چې په دغه ټکر کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي.