د بریتانیا د حکومت د دوو وزیرانو استعفا

د بریتانیا صدراعظم، کایر ستارمر

د بریتانیا د حکومت دوو وزیرانو وروسته له هغې استعفاوې ورکړې چې واکمن کارګر ګوند په سیمه‌ییزو ټاکنو کې له درنې ماتې سره مخ شو. دغو وزیرانو د سه‌شنبې په ورځ د ګوند په رهبرۍ کې د بدلون غوښتنه هم وکړه.

د بریتانیا صدراعظم، کایر ستارمر، د سه‌شنبې په ورځ وویل چې د استعفا ورکولو نیت نه لري، سره له دې چې د کارګر ګوند دننه پر هغه باندې د استعفا لپاره فشارونه زیات شوي دي.

خو تر اوسه هېڅ رسمي نوماند د ستارمر پر وړاندې د سیالۍ لپاره نه دی اعلان شوی. د تېرې اوونۍ سیمه‌ییزو ټاکنو کې د کارګر ګوند ماتې د دغه ګوند د سیاسي راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د کارګر ګوند د اصولو له مخې، د رهبرۍ د سیالیو د پیل لپاره باید لږ تر لږه د پارلمان ۸۱ غړي د یوه ځانګړي نوماند ملاتړ وکړي، خو تر اوسه دغه شمېره نه دی بشپړه شوې.

ستارمر د ټاکنیزو ماتو مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې خپلې دندې ته به دوام ورکړي. هغه ټینګار کړی چې د بریتانیا خلک تمه لري حکومت د هېواد پر اداره کولو تمرکز وکړي.

د راپورونو له مخې، د کارګر ګوند نږدې ۸۰ استازو ویلي چې سټارمر باید استعفا ورکړي یا لږ تر لږه د خپل تګ دپاره مهالوېش اعلان کړي، خو دا شمېره لا هم د رهبرۍ د رسمي سیالۍ لپاره بسنه نه کوي.

د سه‌شنبې په ورځ میاتا هانانبولین چې د کور جوړونې او سیمه‌ییزو حکومتي چارو وزیره وه، د کابینې لومړنۍ هغه غړې وه چې استعفا یې ورکړه او له سټارمر څخه یې وغوښتل چې “د هېواد لپاره سمه پرېکړه وکړي.”

وروسته تر هغې جیس فیلیپس، د ټولنیز خوندیتوب د چارو وزیرې، هم استعفا وکړه. هغې په خپل بیان کې سټارمر “په اصل کې یو غوره او ښه انسان” بللی، خو د لویو بدلونونو په راوستلو کې یې د هغه پر کمزورۍ نیوکه کړې ده.

هغې ویلي: “زه پوهېږم چې ته د هېواد لپاره ژوره اندېښنه لرې، خو عمل تر خبرو مهم دی. زه ډاډه نه یم چې موږ له دې نادر فرصت څخه په کافي انرژۍ ګټه اخلو.”

سره له دې چې کارګر ګوند د ۲۰۲۴ کال د جولای په ټاکنو کې لویه بریا ترلاسه کړې وه، د دغه ګوند شهرت او محبوبیت کم شوی چې د نیوکو زیاتره برخه سټارمر ته متوجه ده.

شنونکي وایي چې د سیاسي تېروتنو، د روښانه لیدلوري نشتوالی، اقتصادي ستونزې او د ځینو جنجالي ګمارنو له امله د حکومت پر وړاندې انتقادونه زیات شوي دي.

سټارمر د کابینې غونډې په پیل کې ویلي چې د سیمه‌ییزو ټاکنو د ماتې مسؤلیت مني، خو ټینګار یې کړی چې خپلې دندې ته به دوام ورکړي.

کارګر ګوند دا مهال له ښي او چپ دواړو سیاسي لورو تر فشار لاندې دی او د خپلو رایو یوه برخه یې د کډوالۍ ضد "ریفورم" شین ګوند او همدارنګه د سکاټلنډ او ویلز ملتپالو ګوندونو ته له لاسه ورکړې ده.

سټارمر ویلي چې د ګوند د مشر د لېرې کولو لپاره ځانګړې پروسه موجوده ده، خو تر اوسه نه ده پیل شوې. هغه زیاته کړه: “خلک له موږ تمه لري چې حکومتدارۍ ته دوام ورکړو."