لا هم په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه لوړه ده

د عامې روغتیا وزیر: له زیږنو دمخه د امیدوارو ښځو صحي مراقبت په ٢٠٠٣ کال کې لس فیصده و او په ٢٠١٣ کې دا شمیره ٥۴ فیصدو ته لوړه شوې ده.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وايي، د روغتیا د نړیوال سازمان د ۲۰۱۴ میلادي کال د سروې له مخې لا هم افغانستان په سیمه کې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې د کچې په وجه لومړنی هیواد یادیږي.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي فیروز نن چهارشنبه په کابل کې د عامې روغتیا په وزارت کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل د روغتیا د نړیوال سازمان د دوه زره او څوارلسم کال د راپور په اساس افغانستان په نړۍ کې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې له اړخه اووه ویشتم هیوا د دی.

ښاغلي فیروز وویل که څه هم د ښځو د روغتیا په برخه کې لاسته راوړنې لري، ولې د تېر میلادي کال سروې ښيي، چې په افغانستان کې څلوېښت فیصده امیدوارې ښځې د وینې د لګښت سره مخ دي، چې بیا څلور شپېته فیصده د ويټامن ډي له نشتون رنځ وړي.

هغه وویل د روغتیایي کارکوونکو له اړخه له زیږنو مخکې د امیدوارو ښځو صحي مراقبت په دوه زره او درېیم میلادي کال کې له لسو فیصدو په دوه زره او دیارلسم کال کې څلور پنځوس فیصدو ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر وویل ‪"‬لکه څنګه چې د ۲۰۱۲ کال د خطرونو او زیانمنېدونکو سروې ښيي، چې د ولادي ماهرینو په مرسته له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۲ کلونو په منځ کې د زېږنو کچه له څلورویشت فیصدو څلوېښتو فیصدو ته لوړه شوې ده.‪"‬

ښاغلي فیروز وویل د راپورونو له مخې په افغانستان کې اووه تیا په سلو کې ښځې د کورني تاوتریخوالي له یو ډول سره مخ دي، په داسې حال کې چې دوه شپېته په سلو کې بیا له څو ډوله تاوتریخوالو سره لاس او ګریوان دي.

هغه غونډې ته وویل څلور اویا په سلو کې ښځې د تاوتریخوالو له امله رواني تکلیفونه لري، نهه پنځوس په سلو کې بیا په زور ودونو ته اړې کیږي او اوولس فیصده له جنسي تیریو سره مخ کېدونکې دي.

سږ کال د مارچ له اتمې چې د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده، په افغانستان کې د پراخو غونډو او ډېریو بنسټونو له خوا ونمانځلې شوه