حقیقت موندونکي پلاوي لوګر کې پر شاګردانو د جنسي تېري ادعا رد کړه

د لوګر ولایت د معارف ریاست هم دا ادعا رد کړې ده

د افغانستان لوګر ولایت ته د ولسي جرګې استول شوی پلاوی وایي د هغوی موندنې ښيي چې په دغه ولایت کې پر زده کوونکو د جنسي تېري ادعاوې بې اساسه دي.

څه موده مخکې د ګارډین ورځپاڼې د لوګر د مدني ټولنې د ځینو فعالانو د ادعا په اساس راپور خپور کړ چې ګنې په دغه ولایت کې د ښوونځي پر لسګونو زده کوونکو جنسي تېري شوي دي.

ولسي جرګې د دغې قضیې د څېړلو لپاره د اسدالله شهباز په مشرۍ د جرګې د نهو استازو یو پلاوی وټاکه او لوګر ولایت ته یې واستوه. پلاوي د چهارشنبې په ورځ (دسمبر۲۵) د ولسي جرګې په عمومي غونډې کې خپل راپور واوروه.

د پلاوي مشر اسدالله شهباز وویل چې دوی هلته د والي، د ولایتي شورا د غړو، علماو د شورا له غړو، ښوونکو، زده کوونکو او ځینو نورو اړوندو مسولینو سره په دې اړه خبرې وکړې.

وايي دغو ټولو کسانو ورته وویل چې دا د افغانستان د معارف پر ضد یوه دسیسه ده. ښاغلي شهباز وویل: "دا د پوهنې په کورنۍ یوه جوړه شوې توطیه ده. د ولسي جرګې د ادارې له درانه مقام څخه په درنښت غوښتنه کوو چې د معارف بدناموونکو ته دې د عدلي تعقیب او د سختې سزا غوښتنه وکړي."

د پلاوي په راپور کې د هغو کسانو نومونه هم راغلي دي چې په دې اړه یې د ګارډین ورځپاڼې او طلوع تلویزون سره مرکې کړي دي. پلاوی وايي چې "موسی محمودي او فضل الربي" دغو رسنیو ته غلط معلومات ورکړي او په خپله یې هم "په یوې خپرې شوې ویدیو کې له خلکو بخښنه غوښتنې او ویلي دي چې د دوی خبرې غلطې تعبیر شوي او دا تور حقیقت نلري."

خو د ولسي جرګې پلاوي دا ویدیو د جرګې غړو ته ونه ښودله او نه یې هم وویل چې چېرته، کله او څنګه خپره شوې ده. ښاغلي شهباز وویل چې ځینو ښوونکو ورته ویلي دي چې له دغې ادعا وروسته یې په ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر کم شوی دی. هغه وویل چې د لوګر والي هم ورته ویلي دي چې "دا د افغانستان د دښمنانو یوه دسیسه ده." خو ويې نه ویل چې " د افغانستان دغه دښمنان" څوک دي.

پلاوی وايي دوی هڅه وکړه چې له موسی محمودي سره هم خبرې وکړي، خو ونه توانېدل. موسی محمودي د ګارډین ورځپاڼې د راپور له خپرېدو وروسته ملي امنیت ونیوه او اوس د بشري حقونو کمېسیون سره دی.

ولسمشر غني په لوګر کې پر زده کوونکو د جنسي تېري د ادعاو د راپور له خپرېدو وروسته د پوهنې وزارت ته دنده سپارلې وه چې په دې اړه ژر تر ژره تحقیقات وکړي او خپل راپور ارګ ته وسپاري. د ولسي جرګې پلاوی وايي چې د پوهنې وزارت موندنې هم ښيي چې دا "یوه ادعا او دسیسه" وه.