د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان: افغان حکومت دي دوه بشري فعالان خوشي کړي


د بخښنې نړیوال سازمان یا امنستي انټر نېشنل وايي، افغان حکومت باید هغه دوه تنه بشري فعالان، چې په لوګر ولایت کې د ماشومانو د جنسي ځورونو په اړه راپور ورکړئ و خوشي کړي.

دغه سازمان پرون دوشنبه د نومبر پر ۲۴مه د «لېندۍ پر۴مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د موسی محمودي او احسان الله حمیدي په نوم دغه دوه بشري فعالان د نومبر پر۲۱مه په داسې حال کې، چې غوښتل یې د اروپايي ټولنې له سفیر سره وګوري، په کابل ښار کې د ملي امنیت ریاست لخوا نیول شوي دي.

ګارډین ورځپاڼې روانه میاشت د یادو فعالانو له قوله راپور ورکړ، چې په لوګر ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو او سیمه ییزو چارواکو څه باندې ۵۰۰ زده کوونکي جنسي ځورولي دي..

یاد راپور چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول، د افغانستان د پوهنې وزارت یې د سپیناوي په اړه د څېړنو خبر ورکړ.

د پوهنې وزارت په دې اړه تر درې ورځنیو څېړنو وروسته دغه راپور غلط و باله او د لوګر ولایت په ښوونځیو کې د جنسي ځورونې په اړه یاد راپور تشه ادعا وبلله.

تر هغه وروسته خپله موسی محمودي هم له امریکا غږ سره مرکه کې وویل، چې د نوموړي له قوله خپور شوی راپور غلط تعبیر شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست لخوا د یادو کسانو د نیولو او له هغوی سره د یاد ریاست د چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په خپره شوې اعلامیه کې د بخشنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې د مشرې سمیرا حمیدي له قوله راغلي:"د افغانستان استخباراتي اداره باید سمدستي دغه د بشري حقونو مدافعین خوشې کړي، پداسې حال کې چې د ملي امنیت ریاست په توقیف کې دي، دوی د شکنجې او نورو بد چلند سره مخ دي."

نوموړې ویلي، د دې پر ځای چې یاد کسان وستایل شي، نیول کېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري فعالیتو د وضعیت په اړه اندېښنه هم څرګنده کړې وه.

بلخوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په دې اړه د اندېښنې په ښودلو سره پر افغان حکومت غږ کړئ، چې یاد بشري فعالین خوشي کړي.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبه په ارګ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت کې وینا که څه هم د چا نوم یاد نه کړ، غیر مستقیم وویل، چې ځینې کسان په بهر کې د پناه غوښتنې په هدف د افغانستان د خلکو پر حیثیت باندې تېری کوي.

ښاغلي غني وویل: "موږ قضیې لرو، چې په څرګنده هدف دادی، چې یو څوک غواړي په بهر کې پناه واخلي."

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست بیا وايي، چې یاد فعالان یې تر دغه راپور وروسته د متوجه ګواښونو له امله خوندي ځای ته انتقال کړي دي.

XS
SM
MD
LG