وسله والو په سودان کې شل تنه وژلي

وسله والو د سودان د دافور په سیمه کې د جمعې په ورځ، جولای ۲۵ (زمري ۳) په کلیوالو ډزې کړي او د ماشومانو په شمول یې شل تنه وژلي دي.

وژل شوي کسان بزګران وو چې د څو کالونو وروسته خپلو ځمکو او باغونو ته ستانه شوي وو. حکومت دوه میاشتې وړاندې په سیمه کې د ځمکو د خاوندانو او هغو ډلو تر منځ روغه کړې وه چې دغه ځمکې یې په زور نیولي وې.

په تړون کې ویل شوي وو چې د ځمکې خاوندان کولی شي بیرته خپلې ځمکې تر لاسه کړي خو کله چې هغوي سیمې ته ستانه شول، وسله والو پرې برید وکړ.

د سودان د دافور په سیمه کې د ۲۰۰۳ کال راپدیخوا د قبایلي یاغیانو چې شکایت لري حکومت یې برخه نه ورکوي او د یوې وسله والې ډلې تر منځ چې پخواني دیکتاتور عمر بشیر ته وفادار دي، وخت ناوخته جګړې کیږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې پدې جګړې کې تر اوسه ۳۰۰ زره خلک مړه شوي او ۲.۵ ملیونه مجبور شوي خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.