د لاس رسي وړ اتصالات

د سودان پخوانی جمهور رئیس په دوه کاله بند محکوم شو


د سودان یوې محکمې ددې هیواد پخوانی جمهور رئیس عمر البشیر، په دوه کاله زندان محکوم کړی دی.

د سودان پخوانی ځواکمن جمهور رئیس عمر البشیر، چې درې لسیزې یې پر دې هیواد واکمني وکړه د روان کال د اپریل په میاشت کې د څو میاشتنیو اعتراضونو وروسته له واکه گوښه کړای شو.

محکمې د د شنبې په ورځ (دسمبر ١۴) ښاغلی بشیر په فساد او د غیر قانوني پیسو په ساتلو مجرم وگاڼه.

پدې وروستیو کې د سوډان امنیتي مقاماتو اعلان وکړ چې د ښاغلي بشیر د کور د لټولو په جریان کې یې په بکسونو کې پنځه میلیارد سوداني پونډ چې ١٠٥ میلیونه ډالر کیږي، همداشان شپږ میلیونه یورو او ٣٥١ زره ډالر نغدې پیسې ترلاسه کړي دي.

عمر البشیر په ١٩٨٩ کال کې د پوځیانو او اسلامي سخت دریځو په مشرۍ د یوې کودتا په ترڅ کې په سوډان کې واکمن شو.

له هماغه وخت راهیسې د سوډان د پوځ د هغه ټینگ ملاتړ کاوه، خو د روان کال په پیل کې د څو میاشتنیو اعتراضونو وروسته د اپریل په میاشت کې هغه د سوډان د پوځ په ملاتړ د واک نه لرې کړای شو.

XS
SM
MD
LG