جان کیري د سوریې پر مسئلې د خبرو لپاره ژینو ته تللی

د جان کیري د خبرو هدف په ټوله سوریه کې اوربند او د سولې ټېنګول ښودل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې جان کیري به په هغو هڅو خبرې وکړي چې هدف یې په ټوله سوریه کې اوربند دی.

جان کیري د سوریې لپاره د ملګروملتونو د خاص استازي او د سوریې د مذاکراتو د هماهنګه کوونکي سره ژینیو ته تر روانېدو مخکې په ټلیفون خبرې کړي وې.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي ویلي دي چې جان کیري ته به په سوریې کې، په تیره بیا په حلب کې، د اوربند ټینګیدل لومړیتوب ولري. هغه وویل، چې کیري په سوریې کې د اسد د رژیم د دوامداره بریدونو په اړه تشویش څرګند کړی دی.

د سوریې د حلب په ښار کې په تازه هوايي بمباریو کې پنځه کسان وژل شوي دي. یوازې د شنبې په ورځ د سوریې حکومتي ځواکونو د حلب په ښار باندې ۳۰ هوايي بریدونه کړي دي.

په لندن کې میشت د سوریې د بشري حقونو ګروپ ویلي دي چې د اپریل د ۲۲ نیټې نه تر اوسه پورې، یانې په یوې اونۍ کې، د سوریې د حلب په ښار کې په هوايي بریدونو او د توغندیو په ډزو کې ۲۵۰ ملکیان وژل شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي دي چې د جګړو شدت کیدای شي چې په حلب کې یو بشري ناورین راپیدا کړي. حلب د سوریې تر ټولو لوی ښار دی او پخوا د سوریې د تجارتي مرکز په توګه هم پيژندل کیدی.