د سوریې حکومت: د روسیې پوځي اډې په ګډو رونیزو مرکزونو بدلېږي

په طرطوس کې د روسیې د سمندري ځواکونو اډه او د حمیمیم هوایي اډه له اوږدې مودې راپدې خوا په مدیترانې او منځني ختیځ کې د مسکو اصلي پوځي مرکزونه بلل کېږي.

د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی چې سوریې او روسیې د ۱۸ میاشتو پرله پسې خبرو اترو وروسته په طرطوس او حمیمیم کې د روسیې د پوځي اډو د راتلونکي په اړه یو نوی هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ [اګست ۹مه] ویلي چې حکومت به د ملکي تاسیساتو مدیریت په غاړه واخلي چې په کې د حمیمیم هوایي ډګر او د طرطوس سوداګریز بندر هم شامل دي.
په خبر کې راغلي چې پوځي تاسیسات به په ګډو رونیزو مرکزونو بدل او دغه بهیر به په دریو میاشتو کې بشپړ شي.

په طرطوس کې د روسیې د سمندري ځواکونو اډه او د حمیمیم هوایي اډه له اوږدې مودې راپدې خوا په مدیترانې او منځني ختیځ کې د مسکو اصلي پوځي مرکزونه بلل کېږي.

ددغو اډو په برخلیک باندې خبرې اترې په ۲۰۲۴ کال کې د پخواني ولسمشر بشارالاسد تر ګوښه کېدو وروسته، د مسکو او دمشق ترمنځ پیل شوې.

تر دې مخکې، متحدو ایالتونو د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په میاشت کې خپلې ټولې پوځې اډې د سوریې حکومت ته سپارلې وې او په هغه هېواد کې يې خپل د یوې لسیزې پوځي حضور پاي ته رسولی و. واشنګټن په ۲۰۱۵ کال کې د داعش پر وړاندې د مبارزې په موخه په سوریې کې یو شمېر پوځيان دېره کړي وو.

د سوریې د بهرنیو چارو وزرات د امریکايي اډو د لېږد په اړه ویلي وو چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع د متحدو ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ښې اړیکې جوړې کړې او د اډو د سپارلو بهیر د متحدو ایالتونو سره په بشپړې همغږۍ کې سرته رسېدلی دی.

په سوریې کې د روسیې پوځي حضور ته امریکايي سیاستوال هم په ځېر ګوري. تېرکال د هېل ورځپاڼې د امریکايي سناتورانو په حواله خبر ورکړی و چې واشنګټن کولای شي چې د الشرع له حکومت نه د روسي پوځیانو اېستلو غوښتنه وکړي.

د متحدو ایالتونو د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جېم رېش ورځپاڼې ته ویلي وو چې د روسیې او د هغې له شریکانو چین، ایران او شمالي کوریا څخه د دمشق لیرې کېدل به امریکا ته ګټه ورسوي.